د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۱

د هرات ښار دوکانداران: د ښځینه پیریدونکو شمېر کم شوی دی

ارشیف
ارشیف

په هرات کې یو شمېر دوکانداران وايي چې په ښار کې تر وروستیو پیښو او د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو تر نیولو وروسته د دوی کاوربار سوړ شوی. دوی زیاتوي چې په دې حالت کې ورته د دوکان کرایې په څیر لګښتونو ورکول او ورځني لګښتونه پوره کول ستونزمن شوي دي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې په اقتصادي فعالیتونو کې لږ ځنډ هم د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کوي، او د دې وضعیت د دوام د مخنیوي لپاره باید په بازار کې د ثبات او باور بیرته راګرځیدو لپاره زمینه برابره شي.

"وضعیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، موږ له تېرو څو کلونو راهیسې په همدې بازار کې دکانداري کوو، خو تر اوسه مو داسې وضعیت نه و لیدلی، که بازار سل سلنه په نظر کې ونیسو، اوس لس سلنې ته راټیټ شوی، له اقتصادي اړخه خلک ډېر فشار زغمي."

دا د هرات ښار په بازار کې د یوه دکاندار خبرې دي چې د ښځو د جامو او رخت پلورلو برخه کې کار کوي.

ده چې نه یې غوښتل نوم یې د احتمالي پایلو له ویرې په راپور کې خپور شي،د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د پیرودونکو شمیر د پام وړ کم شوی او دی ډیری ساعتونه د پیرودونکو په انتظار کې تیروي.

دی او د ښار ځینې نور دکانداران وايي چې په ښار کې تر ځینو وروستیو پیښو له دې ډلې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو د نیولو له امله،بازار د پیرودونکو کمښت او د پلور کمېدو سره مخ شوی دی."هیله من یم چې ژر تر ژره دا وضعیت پای ته ورسېږي، که نه وضعیت تر هغه څه ډېر خرابېږي چې اوس دی، او واقعا پېردونکي نه راځي ځکه له ورځې چې دا مسله رامنځته شوې ښار اصلا خالي شوی دی، له نارینه او ښځینه وو خالي، شرایط ډېر عجیب دي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبینو له خوا یو شمېر نجونې او ښځې د مناسب حجاب د نه لرلو په تور د نیولو راپورونه خپاره شول.

تر دې مخکې په هرات کې یو شمیر ښځو او نجونو ازادي راډیو ته ویلي وو چې که څه هم دوی حجاب مراعتوي، خو د احتمالي ستونزو له ویرې له خپلو کورونو نه وځي.

یوشمېر ښځو د هرات په جبریل کې د غبرګولي په ۱۹ په همدې تړاو مظاهره هم وکړه چې تیت او پرک او مخه یې ونیول شوه.

خو په هرات کې د طالبانو د حکومت والي شیخ نور احمد اسلام جار د جمعې په ورځ "د غبرګولي په ۲۲مه» ځینو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې په دې تور هیڅ ښځه نه ده نیول شوې، بلکې د هغه په خبره، دوی یوازې د طالبانو د ښځینه پولیسو لخوا ځینې ښځې تنبیه کړي او بیرته یې خپلو کورونو ته استولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) مخکې ویلي وو چې طالبانو د جون په ۶ او ۷ نیټه شاوخوا دېرش ښځې د ټاکل شوي حجاب نه مراعاتولو په تور نیولي دي.

په ورته وخت کې ځینې دوکانداران وايي چې د پیرودونکو کمښت داسې مهال دوام لري چې د دکانونو د کرایو په ګډون د ژوندانه ثابت لګښتونه پرې بار دي.

د هرات ښار یو بل دوکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وویل:"دا د لیلامي واټ دی، دلته دا چوپتیا تر هغه وروسته راغلې چې امر بالمعروف دلته ښځې ونیولې، موږ دلته دکان لرو، درې ورځې کېږي چې هېڅ څه مو نه دي پلورلي، هره میاشت له دریو تر څلویښتو زرو افغانۍ کرایه ورکوو، څه وکړو؟ هېڅ کار نشته، کرایه اود ژوند نور لګښتونه، زموږ پای به څه کېږي؟ له ژونده ستړي شوي یو."

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د پېردونکو کموالی د پېر او پلور څرخ ګډوډوي او په اقتصادي فعالیتونو کې هر ډول خنډ بازار ډیر زیانمن کولای شي چې پراخې پایلې به ولري.

له دې ډلې د اقتصادي چارو شنونکي بشیر دودیال ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې وضعیت د دوام د مخنیوي لپاره باید بازار ته د ثبات او باور بیرته راستنیدو لپاره زمینه برابره شي.

"د بازار وضعیت، د اجناسو بیې،کاري فرصتونه او ګمارنې هغه مسایل دي چې تر ټولو کوچنی خنډ او لنډ ځنډ او په اقتصادي فعالیتونو کې تر ټولو وړه بې نظمي دا ټول له خطر سره مخ کوي، بیې لوړېږي، بې کاري زیاتېږي، او بیلابیل مصیبتونه را منځته کېږي، په ټوله کې د افغانستان وضعیت بې ثباته دی، زموږ خلک پس انداز نه لري یعنې که اقتصادي فعالیتونه یوه ورځ هم بندېږي، سبا یې زموږ خلک د خوراک ډوډۍ نه لري."

د هرات ښار دا دکانداران وایي چې د پلور د کمښت له اندېښنو سربېره، د خپلو پېردونکو ور ستنېدو او د بازار عادي حالت ته په تمه دي، ځکه د دوی په باور د بازار ګڼه ګوڼه یې د پېردونکو حضور پورې تړلې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG