امریکايي چارواکو دوشنبه د جون ۱۵مه اعلان وکړو چې واشنګټن او تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شوې هوکړه په الکترونیکي بڼه لاسلیک کړې ده.
یو امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط خبریالانو ته ویلي چې ، پر دې تړون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مرستیال یې جي ډي وينس، او د ايران د پارلمان مشر او د مذاکراتو مخکښ غړي محمد باقر قاليباف په برېښنايي ډول لاسليکونه کړي دي.
تمه کېږي چې دغه هوکړه لیک د جون په ۱۹مه د سویس په جنوا ښار کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په حضوري بڼه لاسلیک شي.
امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې په دې بهیر کې «بشپړه روڼتیا» موجوده ده او هېڅ پټه هوکړه پکې نشته.
هغوی زیاته کړې چې د تفاهم د یادداشت بشپړ متن به په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې خپور شي.
د دې هوکړې له مخې، تهران او واشنګټن به ۶۰ ورځې وخت ولري څو د یوې دایمي هوکړې په اړه، د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو په ګډون، په بیلابیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې د دوشنبې له سهاره جګړه په رسمي ډول په ټولو جبهاتو کې پای ته رسېدلې او د جمعې په ورځ به په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو نوې دوره پیل شي.
عباس عراقچي په تهران کې د بهرنیو سفارتونو له شارژدافیرانو او سفیرانو سره په خبرو کې اسراییلو ته خبرداری ورکړ چې پر لبنان هر ډول برید به د تهران او واشنګټن ترمنځ د «تفاهم د نقض» په معنا وي.
هغه وویل: «د دې تفاهمنامې یو لوری ایران او حزب الله دي او بل لوری امریکا او اسراییل دي.»
هرمز تنګی چې د نړۍ د نفتو او ګازو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، د تېرې فبرورۍ په ۲۸مه په ایران د امریکا او اسراییلو له ګډې حملې له پیل وروسته په عملي ډول د ایران له خوا تړل شوې وه.
دغه اقدام د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې جدي اندېښنې او په نړیوال اقتصاد کې یې پراخې بې ثباتۍ رامنځته کړې وې.
امریکايي چارواکو ویلي چې تمه لري په راتلونکو دوه اوونیو کې به په دې لاره د بېړیو تګ راتګ په څرګند ډول زیات شي.
د هغوی په وینا، اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۲۵ بېړۍ له دې لارې تېرېږي او کېدای شي دا شمېر د اوونۍ تر پایه ۴۰ تر ۵۰ بېړیو پورې لوړ شي.
دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی وو.
کارپوهان باور لري چې د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول کړکېچ کمېدل، په ځانګړي ډول دغه نوې هوکړه، د سیمې پر هېوادونو مهمې اغېزې لرلی شي.
افغانستان چې د ایران له مهمو ګاونډیو او په وروستیو کلونو کې د هغه هیواد له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه بلل کیږي په ځانګړې ډول د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې له دغو اغېزو بې برخې نه دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د هرمز تنګي پرانستل د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد مثبت اغېز لري.
هغه وویل: « که څه هم زموږ د تېلو واردات له عربي هېوادونو او د هرمز تنګي له لارې نه کېږي، بلکې ډېری تیل له منځنۍ اسیا، روسیې او ایران څخه راوړل کېږي او د جګړې پر مهال هم دا بهیر عادي روان و، خو بیا هم زموږ پر بازارونو اغېز شوی و او بیې لوړې شوې وې، زه باور لرم چې د هرمز تنګي پرانیستل او عادي حالت ته ستنېدل به د افغانستان پر بازار او اقتصاد مثبت اغېز ولري.»
د ښاغلي الکوزي په وینا، که هرمز تنګی په بشپړه توګه پرانیستل شي، د لېږد رالېږد د لګښتونو د کمېدو او په بازارونو کې د لا زیات ثبات احتمال هم شته، چې د سون توکو او وارداتي توکو پر بیو هم اغېز کولی شي.
بل لور ته د طالبانو حکومت د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سې شنبه د غبرګولي په ۲۶مه، په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو د څېړونکو او چارواکو په غونډه کې وویل چې که دا هوکړه عملي شي، نو د سیمې لپاره به یو مثبت او ګټور اقدام وي.
افغانستان چې په وروستیو کلونو کې له اقتصادي بحران، پراخه بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دی، د شنونکو په باور د سیمې هر ډول ثبات او د تاوتریخوالي کمېدل کولای شي په غیر مستقیم ډول، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د انرژۍ د بازار په برخو کې، ورته ګټه ورسوي.