د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د امریکا سلګونو پخوانیو سرتیرو او اوسنیو او پخوانیو فدرالي او ایالتي چارواکو له ګواښ سره د مخ افغانانو لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړو مهاجرتي ویزو او بیا مېشتېدنې د پروګرامونو د دوام غوښتنه کړې ده.
د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، په هغو حل لارو کې چې پر بنسټ يې د ا وکرایین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کیږي، د دې هېواد ګټې په پام کې نیول کیږي. کیت کیلوګ ویلي، دغه حل لارې به عادلانه وي.
د بشري حقونو د فعالانو تړون ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو د ظلم او ستم قرباني دي.
ملګري ملتونه په انټرنېټي نړۍ کې د کرکجنو څرګندونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي وايي، دغه پدیده نه یوازې په خواله رسنيو، بلکې د خلکو په ورځني ژوند کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.
د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون په افغانستان کې د وروستۍ سړې څپې پر پراخو اغېزو اندیښنه څرګنده کړې.
د خوست اوسیدونکي په روان ژمي کې د سونګ لرګیو له کمښت او لوړو بیو شکایت کوي. دوی زیاتوي، اقتصاد يې کمزوری دی او په دې بیو د لرګیو د رانیولو وس نه لري.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګییر پیدرسن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د هغو هڅو ستاینه وکړه چې پر سوریې د بندیزونو د لرې کیدو سبب شوې دي. په ورته وخت کې ښاغلي پیدرسن له نړیوالو وغوښتل چې د سوریې مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سره کتلي دي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او یوشمېر نورو مسلو خبرې کړي دي.
وروسته له هغه چې د امریکا د استازو د جرګې د بورچټ ټیم غړو د امریکا له خوا له افغانستان سره مرسته، چې د دوی د ادعا له مخې طالبانو ته استول کیږي، د بندیدو غوښتنه وکړه. د امریکا منتخب ولسمشر طالبانو ته دده په وینا د امریکا له خوا"د ملیاردونو ډالرو " استول د "نه منلو وړ" بللي دي.
نور راوښيه