د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

بې پولې داکټران؛ د یونان په کمپونو کې د افغان کډوالو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د بې پولې ډاکترانو بنسټ ام اس اف وايي یو شمېر افغان او سوریايي پناه غوښتونکې افغانان د یونان په کمپونو کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، په وروستیو څېړنو کې یې د یونان د ساموس ټاپو د کډوالو په کمپ کې د افغان او سوریايي ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ شپږ پېښې ثبت کړي دي.

د بې پولي ډاکترانو بنسټ په یوه اعلامیه کې چې تازه یې خپره کړې ویلي دا ماشومان له شپږو میاشتو تر شپږو کلونو عمر لري او په متوسطې او حادې خوارځواکۍ اخته دي.

د یونان د ساموس ټاپو د کډوالو په کمپ کې د افغان او سوریايي ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ شپږ پېښې ثبت کړي دي
د بې پولې ډاکترانو بنسټ

په اعلامیه کې راغلي د ۲۰۲۱ کال راهیسي چې دوی په دې برخه کې کار شروع کړی دا لومړی ځل دی چې په دې مرکز کې یې د خوارځواکۍ پېښې تشخیص کړي دي.

د بې پولي ډاکترانو د بنسټ مشرې کریستینا پسارا اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، په خوارځواکۍ دا اخته سوریايي او افغان ماشومان د دوه او دریو میاشتو په جریان کې دغه کمپ ته انتقال شوي خو دا نه شي ویلای چې ایا دوی له وړاندې په خوارځواکۍ اخته وو کنه.

که څه هم نوموړې ویلي دا نه شي تاییدولی چې یاد ماشومان د کډوالو په کمپ کې په خوارځواکۍ اخته شوي خو خبرداری یې ورکړی چې د پوره خوړو نه موجودیت او روغتیا ته نه پاملرنه کولای شي د دوی روغتیا ته د پام وړ زیان ورسوي.

اسوشیټیډ پرس د یونان د کډوالو د وزارت له قوله ویلي چې د خوارځواکۍ پېښې په دې کمپ پورې اړه نه لري او دا چې دوی د کمپ اوسېدونکو ته درې وخته خواړه برابروي.

په همدې حال کې یو شمېر هغه کسان چې د یونان د کډوالو په کمپونو کې یې وخت تېر کړی وايي په دې کمپونو کې کډوال په نامناسبو شرایطو کې ساتل کیږي.

د دوی له ډلې یو چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل،

"تر ټولو بده یې داده چې د یونان د کمپونو په یو کسیېو او دوه کسیېو خونو کې له ۱۰ تر ۱۵ کسان د دوو نه تر څلورو میاشتو پورې ژوند کولو ته اړ کیږي، د حمامونو دروازې یې ماتې دي، هیڅ ګرمې اوبه نه وي، ماشومان او غټان د ګرمو اوبو لپاره ۵ یا ۱۰ یا هم ۱۵ ورځې انتظار کوي چې دوی بل اخره په ګرمو اوبو حمام وکړي. "

د کډوالدۍ د برخې یو شمېر څېړونکي د یونان د کډوالو په کمپونو کې پرتو شته ته په اشارې وايي چې د دی ستونزو اصلي لامل په دې هیواد کې د کډوالو، په ځانګړې ډول د ماشومانو د وضعیت په اړه د خپلواکې او شفافې څارنې نشتوالی دی.

تر ټولو بده یې داده چې د یونان د کمپونو په یو کسیېو او دوه کسیېو خونو کې له ۱۰ تر ۱۵ کسان د دوو نه تر څلورو میاشتو پورې ژوند کولو ته اړ کیږي
په یونان کې د کمپ اوسیدنکی

په اروپا کې د کډوالو د حقونو فعال احمد ذکي خلیل د یونان د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو په منځ کې د ناروغیو د زیاتوالي د مخنیوي د لارو چارو په اړه ازادي راډيو ته وویل،

" کوم ماشومان چې د یونان د بېلابېلو ټاپو ګانو په کمپونو کې ژوند کوي دوی باید د اتن ښار په څنډه کې د مینلنډ کمپونو ته انتقال شي، ځکه دې کمپونو ته د جغرافیايي موقیعت له امله ډېره پاملرنه کیږي، او ان هغه بنسټونه چې په اتن ښار کې دفترونه لري کولای شي د لیرې ټاپو ګانو د کمپونو په پرتله دلته ډېر نظارت ولري، په لیرو جزیرو کې د کمپونو د وضعیت په اړه راپورونو ته هم لاس رسی سخت دی او ځینې وختونه راپورونو ته د لاس رسي حق پوښتنې راپورته کوي."

د ساموس د پېژندنې او هرکلي مرکز چې د اروپايي ټولنې له لوري یې مالي ملاتړ کیږي په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني واتي کمپ پر ځای فعالیت پیل کړو، چې په یو وخت کې یې د ۷ زره کسانو لپاره د استوګنې ځای درلود.

د بښنې نړیوال سازمان مخکې په دې کمپ کې د خلکو د ګڼې ګوڼې ، د اوبو او د اړینو خدمتونو د نشتوالي له امله شکایت کړی او دا یې غیر انسانی او سپکاوی بللی و.

دغه شان د ماشومانو د ساتنې نړیوال صندوق سیف ده چلډرن او د یونان د پناه غوښتونکو شورا د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې په یو راپور کې د یونان د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو، په کډون د افغانانو د ستونزمن وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.

په دې راپور کې د سیستماتیکې نه پاملرنې له امله د ماشومانو د لمنځه تللو په ګډون هغه ستونزو ته اشاره شوې وه چې د یونان د کډوالو په کمپونو کې ماشومان ورسره مخ وو.

د سیف ده چلډرن د معلوماتو پر بنسټ د تیر ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې له ۱۳ زره څخه ډېر ماشومان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG