ځیني وایي" ګلان پرته له دې چې خبرې وکړي، زړه ته ارام ورکوي."
دا چې یو شمیر خلک یې ساتي، پالي او مینه ورسره کوي نو خامخا نورې ښېګڼې به هم لري.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی محمد الله مسعود وايي په کور کې یې یوازې دی نه یو بل څوک هم شته چې ګلانو سره ډیره مینه کوي:
" زه په خپل کور کې ګلان لرمه، یوازې زه نه البته زما یوه سپین سرې نیا جانه ده هغه هم له ګلانو سره ډیره مینه لري او ډیر په شوق او علاقې سره یې ساتنه کوي، ګل ډیر ښکلی موجود دی، کله یې چې ګورم زړه مې د سکون احساس کوي، که منی وي یا ژمی وي زه چې کله ګل ته وګورم د پسرلي یا د اوړي د موسمونو د ښکلا احساس راکوي."
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عبدالرزاق مقتون یار هم وايي د ګلانو د ساتلو شوق لري او هر ګل یې چې خوښ شوی اخیستی یې دی:
" زه د ګلانو ډیر شوقي یمه، که څه هم ځای مې ډیر کوچنی دی خو بیا هم، د یو اتاق په اندازه حویلۍ لرم چې هم بیرون ده او هم دننه، هلته زه مازدیګري کښینم او خوند اخلم، ګلاب دي، مرسل دي، کشمالي دي، ژیړ ګلان دي، کوم ګل چې زما خوښېږي ما راوړی او کور کې مې ایښی."
ښاغلی مفتون یار زیاتوي چې ګلان د ټولو خوښېږي خو یو شمیر کسان یې د اخیستو وس نه لري.
خو په کابل کې ګل پلورنکی سنګر وايي ارزانه ګلان هم شته او قیمته هم.
د ده په خبره هر څوک کولای شي د خپل وسې مطابق یو ګل واخلي:
" ګل خانه لرو خپله یې تربیه کوو، بازار یې ښه دی، خلک ډیر راځي زمونږ ګل خانې ته او له مونږ رانګارنګ ګلان اخلي، روز مره، زمونږ فروشات ښه دي، له څلویښت افغانیو نه چې موسمي ګلان دي تر دوه سوو یا دوه نیو سوو افغانیو پورې زمونږ په ګل خانه کې ګلان شته، نو د څلویښتو افغانیو هر انسان هر شخص توان لري چې یو ګل واخلي."
ارواپوهان وايي، د ګلانو ساتل او پالل د انسان په روان ښه اغیز لري، تشویشونه کموي او خوشحالي ورکوي.
ارواپوه شرف الدین عظیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
" د ګلانو کرل، ساتل او په متوسط ډول ورسره مینه او علاقه ښودل خپله د یو سالم او ښه وضعیت څرګندويي کوي، د دې تر څنګ اسټرس کموي، ځکه چې خاورې سره، له طبیعیت سره د هورمونونو تماس مغزو ته ارمښت ورکوي، فعاله یې ساتي، خوښي زیاتوي."
ګل پالونکي وايي، د ګلانو ساتل او پالل یو فزیکي فعالیت هم دي، دغه شان چاپیرال ښکلی کوي او طبیعي خوشبويي لري.
د ګلانو دې ښېګڼو ته په پام په پښتو او دري ادبیاتو کې ورته ډیر پام شوی، په ځانګړي ډول شعرونو کې چې ډیری دا شعرونه سندرې شوې هم دي.