د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

امریکا له چین څخه په وارداتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې


ټرمپ د اجرايي فرمان تر لاسلیک وروسته
ټرمپ د اجرايي فرمان تر لاسلیک وروسته

وروسته له هغه چې چین له متحده ایالاتو څخه په وارداتو ۸۸ سلنه تعرفه ولګوله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چټکۍ سره په غبرګون کې امریکا ته په واردیدونکو چینایي توکو تعرفه ۱۲۵ سلنې ته لوړه کړه.

دا اقدام د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګریزو کړکیچونو د زیاتیدو یوه بله نښه ده.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل، "د نړیوالو بازارونو لپاره د چین د بې احترامۍ له امله، زه اوس په چین باندې د متحده ایالاتو تعرفه ۱۲۵ سلنې ته لوړوم، چې سمدلاسه نافذه ده."

چین مخکې له دې د متحده ایالاتو څخه په وارداتو باندې د ۸۴ سلنه تعرفې اعلان وکړ، او ویې ویل دا اقدام د هغه څه په ځواب کې کوي چې بیجینګ یې د متحده ایالاتو لخوا "دوامداره سوداګریزه دښمني" بولي.

یوه ورځ وړاندې، متحده ایالاتو له چین څخه په وارداتو ۱۰۴ سلنه تعرفه اعلان کړې وه.

تېر کال له چین څخه د امریکا د وارداتو کچه ۴۳۹ ملیارد ډالرو ته ورسېده.

په مقابل کې، متحده ایالاتو چین ته د ۱۴۴ ملیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړل.

دا شمېره د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د ۲۹۵ میلیارد ډالرو سوداګریز کسر ښیي.

د نورو هیوادونو په اړه، ولسمشر ټرمپ له خپلې اقتصادي پالیسۍ څخه یو ګام شاته شو او په لنډمهاله توګه یې د ۹۰ ورځو لپاره له ۱۰ فیصده لوړې تعرفې وځنډولې.

هغه ۱۰٪ تعرفې چې پرته له استثنا په ټولو هیوادونو لګول شوې وې لا هم پر خپل ځای دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ تېره شپه خبریالانو ته وویل دا اقدام د نړیوالو بازارونو د بې ثباتۍ له امله نه دی شوی، بلکې د دې لپاره شوی چې نور هیوادونه په دې مسله کې له امریکا سره خبرو اترو ته لیواله دي.

«لکه څنګه چې ما تیره اونۍ دلته ټولو هیوادونو ته وویل، غچ مه اخلئ، تاسو به انعام ترلاسه کړئ. په نړۍ کې هر هغه هیواد چې غواړي خبرې اترې وکړي، موږ چمتو یو چې د دوی څخه واورو. موږ به په دوی باندې تعرفه اساسي ۱۰ سلنې ته راټیټه کړو. مګر موږ دا په چین باندې ۱۲۵ سلنه زیاته کړه، ځکه چې دا د کړکېچ په زیاتولو ټینګار کوي.»

مخکې له دې، د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل چې بیجینګ به اړین غچ اخیستونکي اقدامات وکړي او "تر پایه به مبارزه وکړي."

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG