د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۴

اوکراین په جګړه کې د چینایي پوځیانو د نیولو ادعا کړې


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ادعا کړې چې د دوی وسله والو ځواکونو دوه چینایي اتباع نیولي دي چې د اوکراین په دونیڅسک سیمه کې له روسیي پوځیان سره د اوکرایني ځواکونو پرضد جنګیدل.

ولودمیر زیلینسکي د کیف پر متحدینو غږ کړی چې له پیکنګ څخه وضاحت وغواړي او عکس العمل څرګند کړي.

ولسمشر زیلینسکي د اپریل په اتمه نیټه په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ادعا وکړه چې دوه چینایي اتباع د یوې نښتې په ترڅ کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا، څو نور چینایي سرتیري هم په دې شخړه کې ښکیل وو، چې ټول یې د دونیڅک په سیمه کې د روسانو په ملاتړ جنګیدل.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راهیسې، پیکنګ د روسیې نژدې متحد پاتې شوی دی.

خو پیکنګ په دې جګړه کې ځان بې طرفه ښودلی او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د سولې پلانونه هم وړاندې کړې دي.

چین په دې جګړه کې له کریملین سره په مستقیم ډول یا په عام ډول مرسته نه ده کړې.

د فبروري په میاشت کې په یوه ځانګړي راپور کې، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې د دفاع وزارت د افشا شویو اطلاعاتو له مخې یو چینایی تشخیص کړ چې د روسانو په ګټه یې د اکراین په جګړه کې برخه اخیتسې وه، خو په دې برخه کې نور جزییات نه و ورکړل شوي.

زیلینسکي په ټیلیګرام کې وویل: موږ د دې بندیانو اسناد، د دوی بانکي کارتونه او شخصي معلومات لرو..

له دې پیغام سره یوځای، د اوکراین ولسمشر د هغه چینایي سرتیري عکسونه هم خپاره کړل چې ادعا کیږي نیول شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د ولادیمیر زیلینسکي ادعا ته په عامه توګه ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي زیلینسکي نور جزییات نه دې ورکړي او نه یې دا خبره توضیح کړې چې د دې نیول شویو چینایانو قومانده د چا په لاس کې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په اوکراین کې د چینایي سرتیرو د نیول کیدو راپور ته اندیښنه ښکاره کړه.

هغې زیاته کړه چې چین د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې د روسیې د ملاتړ یو له اصلي عواملو څخه دی.

زیلینسکي وایي چې لومړني استخباراتي معلومات ښیي چې په اوکراین کې د روسیې په پوځي واحدونو کې د چینایي اتباعو شمیر زیات دی.

د هغه په وینا، د اوکراین امنیتي څانګه (SBU) او اړوند پوځي واحدونه په فعالانه توګه په دې پسې دي چې په جګړه کې د چین د ښکیلتیا کچه معلومه کړي او پوه شي چې تر څه بریده ده.

XS
SM
MD
LG