د افغان ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې ایتالیا ته د ۷۰۰ افغان کډوالو د انتقال د نوې هوکړې چې د سنت اِجیدیو ټولنې (Community of Sant'Egidio) د ایټالیا د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو او یو شمېر نورو بنسټونو تر منځ لاسلیک شوې هرکلی کوي.
دوی دا اقدام د هغو افغانانو د ژغورنې لپاره چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواده وتلي او بې برخلیکه دي مهم بولي.
د دوی په باور، د امنو دهلیزونو برابرول، د زیانګالو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو د ژغورلو لپاره، یو حیاتي اقدام دی چې د بشر د حقونو ملاتړ کوي.
په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالې فاطمې اعتمادي ازادي رادیو سره په خبرو کې د دې اقدام هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا بهیر پراخ شي.
ډېری افغان کډوال چې واقعاً یې ژوند ګواښ سره مخ دی او نه شي کولای چې خپل هېواد ته ستانه شي، په پاکستان کې بې برخليکه پاتې دي. سربېره پر دې چې د دوی د انتقال ژمنه شوې، موږ هیله لرو چې دغه اداره هڅه وکړي څو له پاکستان څخه د بې برخليکه افغانانو د انتقال شمېر زیات کړي، تر څو د ډېر شمېر انسانانو ژوند وژغورل شيفاطمه
"ډېری افغان کډوال چې واقعاً یې ژوند ګواښ سره مخ دی او نه شي کولای چې خپل هېواد ته ستانه شي، په پاکستان کې بې برخليکه پاتې دي. سربېره پر دې چې د دوی د انتقال ژمنه شوې، موږ هیله لرو چې دغه اداره هڅه وکړي څو له پاکستان څخه د بې برخليکه افغانانو د انتقال شمېر زیات کړي، تر څو د ډېر شمېر انسانانو ژوند وژغورل شي."
په ورته خت کې په ایران کې میشته د ښځو د حقونو فعاله فاطمه فاطر وایي چې په دې بهیر کې باید هغو افغان ښځو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې له ګواښ سره مخ او په ګاونډیو هېوادونو کې دي:
"که داسې سازمانونه شته، نو لومړی دې هغه ښځې په پام کې ونیسي چې نه د تګ ځای لري، نه د پاتې کېدو او که دا خبره رښتیا وي چې دغه سازمان د هغو کډوالو لپاره چې په خپل هېواد کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، داسې اعلان کړی، نو زه ترې له زړه مننه کوم."
د سنت اِجیدیو نړیوالې ټولنې (Community of Sant'Egidio) چې په ایټالیا کې یوه بشرپاله او غیرانتفاعي اداره ده، اعلان کړی چې د ایټالیا له حکومت او یو شمېر نړیوالو ادارو سره په همکارۍ یې، د اپرېل پر ۷مه نېټه یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې بر بنسټ به یې ۷۰۰ افغان کډوال، چې ۳۳۸ تنه یې مخکې لا د منلو پاڼه ترلاسه کړی، تر جولای میاشتې پورې د بشردوستانه دهلیزونو له لارې ایټالیا ته انتقال شي.
په هغه اعلامیه کې چې د دې ټولنې پر وېبپاڼه خپره شوې، راغلي چې دا هوکړه د ۲۰۲۱ کال د هغه تړون یوه ضمیمه ده، چې له مخې یې ۸۱۲ افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ایټالیا ته انتقال شوي وو.
اعلامیه زیاتوي چې ډېری دا کډوال هغه کسان دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته، اړ شوي چې وتښتي، او تر اوسه په ګاونډیو هېوادونو کې په ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي.
د اعلامیې په دوام کې د سنت اِجیدیو د ټولنې مشر مارکو ایمپالیاتزو په حواله راغلي، چې دا پروګرام د افغانانو لپاره د هیلو او پیوستون یو ریښتینی نښه ده.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د نوي ایتلافي حکومت په درشل کې، د ملګرو ملتونو د بیا میشتیدنې پروګرام (UNHCR) په چوکاټ کې د زیانګالو کډوالو منل موقتاً بند کړي دي.
د جرمني خبري اژانس د اپرېل په ۸مه راپور ورکړی چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې دا مهال د بیا میشتیدنې لپاره نوې غوښتنې نه منل کېږي.
د یادونې ده چې ډېری افغانان جرمني ته د کډوالۍ کیسونه لري او ا له کلونو دې ته په تمه دي جې دغه هیواد یې ومني.
همدارنګه، زرګونه هغه افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ کیسونه لري د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرايي فرمان له مخې، له جنورۍ راهیسې نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ډېری افغان کډوال چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي، وایي چې په ګاونډیو هېوادونو کې ستونزمن ژوند تیروي، بې برخلیکه دي او د اېستتلو له ګواښ سره مخ دي.
دوی دا هم وايي چې بېرته افغانستان ته ستنېدی نشي او لویدیځ ته بیا د قانوني کډوالۍ فرصتونه محدود دي.