د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته؛ له بېوزلو افغانانو د لاسنیوي نوې موقع


بېوزلې ښځې د مرستو د ترلاسه کولو پرمهال
بېوزلې ښځې د مرستو د ترلاسه کولو پرمهال

د افغانستان د همغږۍ د ډلې ناسته، چې یوه ورځ مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې پیل شوې وه، نن پنجشنبه د اپریل ۱۰مه هم روانه ده. په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه دا ناسته افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو په اړه بحث ته مهمه بللې ده.

د افغانستان د همغږۍ د ډلې (ACG) دا ناسته چې د مرسته کوونکو هېوادونو، نړیوالو مالي ادارو، او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د استازو په ګډون جوړه شوې، هدف یې د افغانستان د لومړیتوبونو ارزونه او د نړیوالو مرسته کوونکو فعالیتونه سره همغږي ښودل شوې.

په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه دا ناسته افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو په اړه بحث ته مهمه بللې ده.

د ترکيې سفارت د معلوماتو له مخې، دا ناسته د اپریل په ۹مه استانبول ښار کې پیل شوې او د پنجشنبې تر ورځې، د اپریل ۱۰ پورې به دوام لري.

یو شمیر سیاسي شنونکي د استانبول ناسته د افغانستان د خلکو له اړتیا سره سم، د هدفمندو اوڅار وړ مرستو لپاره د یوې اجماع د رامنځته کېدو په برخه کې ښه فرصت بولي.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي وايي:

«سره له دې چې د ترکیې اقتصادي وضعیت محدود دی، خو هیله شته چې دغه هېواد وکولای شي د خلیجي هېوادونو مرستې، چې مالي وس لري، جلب کړي. لکه سعودي عربستان، امارات او قطر. دا هېوادونه باید ډېرې مرستې وکړي، ځکه که امریکا مرسته نه کوي، بیا هم د افغانستان د خلکو اړتیاوې له منځه نه ځي.»

ځني نور سیاسي شنونکي بیا دا ناسته د افغانستان لپاره حیاتي او برخلیک ټاکوونکې بولي.

له دې ډلې غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل،د امریکا د مرستو ځنډېدل کېدای شي د بشرپاله مرستو په وړاندې کولو کې ګډوډي او بې‌نظمۍ رامنځته کړي. خو اړینه ده چې د نورو هېوادونو د بشري مرستو د دوام لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ شي:

«مهمه ده چې په دې ناسته کې داسې میکانیزم جوړ شي چې مرستې مشروط شي، یعنې د اړمنو ادرسونه مشخص شي، او هماغو خلکو ته، یعنې د افغانستان خلکو ته، په ځانګړي ډول کلیو او بانډو ته دا مرستې ورسېږي.»

افغانې ښځې د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال
افغانې ښځې د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال


مخکې تر دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د اپریل په ۷مه یوه اعلامیه خپره کړې وه او پکې یې له نړیوالو تمویلونکو غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره هم د افغانستان له خلکو سره خپلې حیاتي مرستو ته دوام ورکړي، ځکه د یوناما په خبره، نږدې ۲۳ میلیونه افغانان مرستو اړتیا لري.

یوناما زیاته کړې، افغانستان د نړۍ دوهم ستر بشري ناورین تجربه کوي، او بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپریل په ۷مه په یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پیسو له لېږد سره مخالفت څرګند کړ.

رویټرز خبري آژانس هم د اپریل په ۹مه راپور ورکړ چې امریکا نه غواړي خپلې ځنډول شوې بهرنۍ مرستې، په ځانګړي ډول د بیړنیو خوراکي توکو مرستې، بېرته پیل کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره یې یو شمېر بیړنیو خوراکي مرستو یو شمیر پروګرامونه له دې امله چې د طالبانو په ګټه استفاده کېږي درولې دي.

د راپورونه بر بنسټ امریکا په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد پاتې شوی او له ۳ میلیارد ډالرو ډېره مرسته یې ورسره کړې ده.

مخکې له دې، یو شمېر نړیوالو ادارو په خپلو راپورونو کې ویلي چې د طالبانو د مداخلې له امله ډېرې مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د مرستو په وېش کې مداخله نه کوي، خو نړیوالې مرستندویه ادارې "ګرونډ تروت سلوشنز" یوه تازه څېړنه ښيي چې له نیمايي ډېر افغانانو په دې باوري نه دي چې مرستې رښتیني اړمنو ته رسېږي او دوی له دې امله ناراضه دي.

XS
SM
MD
LG