د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دا څو ورځې واورې اوریږي چې د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې یې تړلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې متحد ایان مسک او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ترمنځ لفظي شخړه اوج ته رسېدلې.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له نشه يي موادو سره مبارزه کې بریالي وو او د کوکنارو له کښت سره یې د بزګرو تړاو یې راکم کړی دی.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملې ادارې په تېره میاشت کې په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو په بیو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه یو شمیر کارګران بهر کې د کار لپاره د ویزو له مشکل سره مخ دي، د طالبانو حکومت ورته د اسانتیاوو برابرولو په اړه د همغږۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خال لګولو یا خالکوبۍ او ټټوکارانو پر وړاندې ننګونکى وضعیت. ځينې ټټو کاران وايي په تېرو درېيو کلونو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ان څو ځله یې د نیول کېدو او شکنجې له وېرې خپل کاري ځایونه بدل کړي.
نور راوښيه