د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملې ادارې په تېره میاشت کې په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو په بیو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه یو شمیر کارګران بهر کې د کار لپاره د ویزو له مشکل سره مخ دي، د طالبانو حکومت ورته د اسانتیاوو برابرولو په اړه د همغږۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خال لګولو یا خالکوبۍ او ټټوکارانو پر وړاندې ننګونکى وضعیت. ځينې ټټو کاران وايي په تېرو درېيو کلونو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ان څو ځله یې د نیول کېدو او شکنجې له وېرې خپل کاري ځایونه بدل کړي.
د افغانستان ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله اوس په کوڅو کې په وچې شوې ډوډۍ خواړه او توکي نه اخلي. په افغانستان کې له پخوا راهیسې دود و چې یو شمېر خلکو به وچه شوې ډودۍ ساتله او د کور په کوڅه کې به یې پرې د سر خاوره "ګل سر شوى" یو شمیر خواړه یا هم د کور لوښي اخیستل.
د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو څلور ورځو کې تر ۲۰۰ پورې افغان کډوال نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د اسلام په چوکاټ کې د افغان میرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړې خو یو شمیر افغان میرمنو بیا ورته غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته نژدې زر نوې ودانۍ جوړې کړي دي.
د سوریې د هوايي چلن چارواکو ډاډ ورکړی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په دمشق او حلب ښارونو کې د الوتنو هرکلي ته چمتووالی لري.
په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله پرون وویل پاکستان دا حق لري چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پرضد عملیات وکړي.
نن د جنورۍ میاشتې څلورمه نېټه د بریل خط هغه خط چې د نابینایانو ژوند یې روښانه کړ نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو او د برښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو سره، یو شمېر خلک د برښنا د نه شتون په وخت کې د رڼا د برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د وروستیو ورېدلو واورو د اوبو سپمل کولو لپاره دې څله ګانې وکیندل شي.
نور راوښيه