د افغانستان د نارینه وو کرکټ له لوبډلې سره د پرېکون پر وړاندې لسګونه افغانانو د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوښي وبلله.
د امریکا د متحدو ایالتونو تلونکي ولسمشر د دغه هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسوولان د طالبانو د حکومت د امنیتي ادارو له خوا له سوداګرو او پانګوالو سره د ناسم چلند او د دوی د ځورونې په اړه اندیښنه ښيي.
د پاملرنې نړيوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي چې په نړیوالو خبرو اترو او پریکړو کې باید د افغان کډوالو غږونه واورېدل شي.
د بشري حقونو څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا « ICC» د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
سپینه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې پراخ بشري ناورین او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په پام د دغه هیواد په تړاو دې اعلان شوی بیړني وضیعت د امریکا د ولسمشر له خوا د روان کال د فبرورۍ له ۱۱مې نیټې وروسته پورې وغځول شو.
د اروزګان ولایت فني او مسلکي کسان په دې باور دي چې ځوانان باید د ښوونځي او پوهنتون له زده کړو سره سره د کسب او کار زده کړې هم وکړي. د دوی په وینا، داسې مهارتونه د ځوانانو لپاره ډېر ارزښت لري.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې روان ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې تر پنځه لکه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې حماس ډله، چې واشنګټن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، د اسرائیل برمته کسان خوشي کوي.
د قطر په پلازمینه دوحه کې وروسته له څو اونیو خبرواترو موافقه وشوه چې د غزې جګړه به د اوس لپاره دریږي، حماس ډله چې واشنګتن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، برمته خوشي کوي او اسراییل به په سلګونو فلسطنیان له زندانونو ازادوي. اوربند به له راتلونکې یکشنبې پيلیږي.
نور راوښيه