د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان او پایوازان د درملو او روغتیايي امکاناتو د کمښت شکایت کوي.
فرانسوي چارواکو په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین د « کریستال» په نوم د تولیدېدونکو نشه یي توکو د قاچاق او تولید په اړه انديښنه ښودلې ده.
د ایران په کرمان ولایت کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، د دغې هیواد په یاد ولایت کې د افغانانو بانکي حسابونه تړل شوي او درانه مالیات پرې لګولي شوي دي. د دغو کډوالو په خبره، هغه کسان چې د خپلو بانکي حسابونو د کنګلېدو د لغوه کولو لپاره بانکونو ته ورغلي، مالیاتي ادارو ته ورپېژندل شوي.
په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ له کبله یو شمېر میرمنې اړې شوي چې خپل ویښته وپلوري. دوی وايي اوږده او هغه ویښتان چې رنګ شوي نه وي په ښه بیه پلورل کیږي. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او میرمنو له لوري د ویښتو پلورل په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتوالي ښکاره بیلګه بولي.
له سودان څخه رارسېدلي راپورونه وايي، د پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو د راکټي حملو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. مرستندویې ډلې وايي چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.
د افغانستان دخبريالانو نړيوال فدراسیون "اى اف جي" او د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنه (اې اى جي يو) په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان خبري اژانس په خبريال، مهدي انصاري باندې لګېدلي تورونه لغوه او نوموړی سم دستي خوشي کړي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون ادارې ته د دې پوهنتون د ۱۷ استادانو د منفکۍ مکتوب استولی دی. د شیخ زاید پوهنتون ځینو استادانو چې د منفک شوو استادانو په نوملړ کې یې نومونه شامل دي، ازادي راډیو ته یې وویل، "ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان منفک شوي دي".
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت ژمي سره مخامخ دی، د خلکو د ساتنې او روغتیا لپاره یو لارښود خپور کړی دی.
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لارې د مالونو ترانزیت یې شاوخوا اتیا سلنه کم کړی او پر ځای یې د منځنۍ اسیا او ایران پر لارو اتکا کوي. د دوی په وینا اوس افغانستان تر ټولو ډېره راکړه ورکړه له ایران سره لري.
په لاسانجلس کې لږ تر لږه په درو سیمو کې لوی اور لا هم بل دی، او د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته زیات شوی دی.
دا پرمختګ وروسته له هغې وشو، چې د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشرانو، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي او د قطر صدراعظم تېره شپه په خپلو کې خبرې وکړې.
د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیېدو وروسته ځیني خلک او هټیوال « دوکانداران» د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي. د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.
نور راوښيه