په اسلام اباد کې د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې په دوهمه ورځ د افغان نجونو د زده کړو د حقونو په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې پر افغان نجونو د تعلیم بندیز لغوه کړي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمیر میشت افغان کډوال ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د دوی د ویزو تمدیدول بند کړي دي.
د امریکا د متحده ایالتونو د کلیفورنیا د لاس انجلس په ځینو برخو کې د اور مخه نیول شوې خو ځینو نورو برخو ته د اور لمبې خپرې شوي دي.
په ایران کې د افغان خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو ایتلاف له ایرانه غوښتي چې له دې هیواده له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.
یو شمیر موټرو چلوونکي وايي، په سړو ورځو او درنو واورو کې، په طوفاني هوا کې د ساعتونو لپاره یا ان یوه شپه او ورځ له مسافرو سره په لویو لارو کې بند پاتې شوي او له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په روان ٢٠٢٥ کال کې به د پنځو کلونو کم عمره خوارځواکو ماشومانو په شمیر کې ٢٠ سلنه زیاتوالی راشي.
په افغانستان کې يو شمېر کتاب پلورونکي وايي، د نورو کتابونو په پرتله ناولونه ډیر مینه وال لري او خلک یې غواړي.
که څه هم نن او پرون د پاکستان پلازمینه اسلام اباد په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ د نړیوالې غونډې کوربه دی، خو په وروستیو دوو ورځو کې په دې هیواد کې داسې پېښې رامنځته شوې چې په لسهاوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه اسلامي هېوادونه او نړیوال سازمانونه راټول شوي دي. په ناسته کې به د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونه په اړه هم خبرې وشي.
یو شمېر کسان چې ادعا کوي د کورنۍ غړي یا خپلوان یې تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي اوس له نړیوالې ټولنې عدالت غواړي او وايي دوی ته باید غرامت هم ورکړل شي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې تور لګولی چې د بهرنیو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي په قصدي ډول وژل شوي.
یوشمېر افغان میرمنې وايي، چې پر ښځینه حمامونو بندیز د میندو او کوچنیو ماشومانو ژوند په ځانګړې توګه په ژمي کې ستونزمن کړی دی. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په کورونو کې د حمام کولو لپاره کافي امکانات نلري.
د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې یوې محکمې د شاوخوا دوو میاشتو لپاره افغانستان ته د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستنولو پریکړه وځنډوله. دغې محکمې تېره ورځ چارواکو ته امر کړی ترهغې چې د یادو افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې د کېسونو په اړه پریکړه نه وي شوي دوی دې افغانستان ته نه ستنوي.
نور راوښيه