۲۰۲۴ میلادي کال د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په نژدې یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر خونړی کال یاد شوی دی. په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتې مطالعاتو یوه مرکز په خپل راپور کې موندلې چې په دغه کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۷ پوځي او ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.
د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه بند چې د جوړېدو چارې یې د پخواني جمهوري نظام پر مهال پيل او طالبانو بشپړې کړې، پرون سه شنبه د طالبانو د کابینې لوړپوړو غړو افتتاح کړ.
نن د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستۍ ورځ د نړۍ په ډېرو ښارونو کې خلک د ۲۰۲۵ کال د رارسېدو په ویاړ جشنونو ته تیاري نیسي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونیسف" اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې څه باندې اوولس زره افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.
په پاکستان کې مېشتې افغان کورني او د کډوالو شورا وایي د دغه هېواد حکومت له پرون راهیسې ګڼ افغانان نیولي دي. د نیول شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایوي مشره وایي، له سختو محدودیتونو او بنديزونو سره سره لا هم افغان ښځې خپل غږ پورته کوي، خپلې کیسې بیانوي او د بدلون لپاره هلې ځلې کوي.
د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي، په دې ورستیو کې په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو لپاره ننګونې زیاتې شوې دي.
په داسي حال کې چې پر واخان د پاکستاني پوځ د حملې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د واخان په اړه د چین له سفیر سره کتلي او د پاکستان د استخباراتو ريیس تاجکستان ته تللی دی.
د اروزګان ولایت ۶۴ روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او درمل ورکړل شول.
د افغانستان په هرات کې پر هریرود سین د پاشدان بند د کار له پیلیدو کابو یوه میاشت وروسته ایران د دغه بند په اړه اندېښنه ښکاره کړه. هریرود سین د افغانستان له مرکزي سیمو سرچینه اخلي او پاشدان بند د ایران له پولې ډېر لیري هرات ښار ته څېرمه موقعیت لري.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې سلګونه بندیان یا اسیران تبادله شول. د اوکراین ولسمشر په ټیلیګرام کې د دې تبادلې خبر ورکړ، او د روسیې دفاع وزارت هم په دې اړه اعلامیه خپره کړه.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې تاریخي ځایونه او لرغونې آبدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی نن دوشنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د لرغوني تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
نور راوښيه