د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قطعې یا پرې د هغو منکراتو په ډله کې راوستلي چې قمار ته لاره هواروي، له همدې کبله یې اوس پلور او پیر سخت شوی او ځوانان هم په پټه پرې کوي.
په افغانستان کې یوشمېر بې وزله کورنۍ وایي چې د دولت له خوا له دوی سره هیڅ ډول مالي ملاتړ نه شته او یوازې د خپلو بهر میشتو خپلوانو په مرسته د خوړو یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.
د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي جوړ شوي انسټیټیوټ مسوولان وايي، دوی د افغاني هنرونو په ځانګړي ډول د پښتو موسیقۍ د ساتونکې په توګه د دې هنر د ودې لپاره کار کوي.
که څه هم د طالبانو حکومت ډیورند کرښې ته څیرمه د افغانستان - پاکستان تر منځ د ساعتونو جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي، خو د سیمې ځینې هېوادونو له دې ډلې روسیې ویلي د دغو دوو هېوادونو تر منځ روانو جګړو اندېښمن کړي.
د ودانیو جوړولو پر مهال د ګاونډي د ودانۍ پر لور د کړکۍ اېښودلو د څرنګوالي په اړه د طالبانو د مشر فرمان ته د افغان ښځو متفاوت غبرګونونه.
د جنوبي کوریا د اور وژنې اداره وايي چې د دغه هېواد د یوه هوايي ډګر له دېوال سره د یوې مسافروړونکې الوتکې د لګېدو له کبله د مړو شمېر ۱۷۹ته زیات شوی دی.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له پرونیو نښتو وروسته تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې نسبتا کرارې وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آذربایجان د هوايي کرښې د یوې الوتکې د نسکورېدو د پېښې له کبله له خپل آذربایجاني سیال څخه بښنه غوښتې خو په دې پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیولو او جبري ستنولو اندیښمن کړي دي. په ورستیو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په دغه هېواد کې د « کالکان ۳۶» په نوم د عملیاتو په لړ کې د ۶۵۰ کډوالو چې اسناد یې نه لرل د پیژندنې او نیولو خبر ورکړی دی.
د ارزو ټلویزیون اړوند ځینې سرچیني د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» سازمان له لوري خپور شوی هغه خبر ردوي چې ګوندي د دغه ټلویزیون اوه تنه کارکوونکي به محاکمه کیږي. د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي هم نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیو د کارکوونکو اړوند کومه محاکمه نه ده شوې.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر زرګران وایي د سرو زرو د پلور او پیر بازارونه ساړه شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې د سرو زرو د بیې لوړېدو او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وايي، چې د کار خونده یې نه ده پاتې.
نور راوښيه