په ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیولو او جبري ستنولو اندیښمن کړي دي. په ورستیو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په دغه هېواد کې د « کالکان ۳۶» په نوم د عملیاتو په لړ کې د ۶۵۰ کډوالو چې اسناد یې نه لرل د پیژندنې او نیولو خبر ورکړی دی.
د ارزو ټلویزیون اړوند ځینې سرچیني د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» سازمان له لوري خپور شوی هغه خبر ردوي چې ګوندي د دغه ټلویزیون اوه تنه کارکوونکي به محاکمه کیږي. د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي هم نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیو د کارکوونکو اړوند کومه محاکمه نه ده شوې.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر زرګران وایي د سرو زرو د پلور او پیر بازارونه ساړه شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې د سرو زرو د بیې لوړېدو او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وايي، چې د کار خونده یې نه ده پاتې.
اوکراین او روسیې پر یوه او بل د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه د تازه حملو تورونه لګولي دي. په همدې حال کې شکونه ولاړ شوي، چې په قزاقستان کې د اذربایجان یوه الوتکه د روسیې د هوايي مدافع دستګاه له خوا نسکوره کړای شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ښځو د لګول شويو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې. يادې شورا د افغانستان په تړاو خپلې اعلامیه کې پر افغانستان د طالبانو د تګلارو د اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني عسکر د دوی په بریدونو کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ بیا ویلي چې دوی د دغو بریدونو ځواب ورکړی او لږ تر لږه ۱۵ بهرني وسله وال یا افغان طالبان یې وژلي. پاکستان یواځې د خپلو دریو سرتیرو ژوبلېدل تایید کړي.
د طالبانو دفاع وزارت شنبه سهار په خپله ایکس پاڼه د ډېرو جزییاتو له ورکړې پرته لیکلي چې د افغانستان د جنوب ختیځ له استقامته یې د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو سیمو د هغو «شریرو عناصرو» او د دوی د ملاتړو په پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه کړي له کومو سیمو چې پر افغانستان بریدونه تنظیمېدل.
د اذربایجان د پارلمان یو غړی وايي چې د دغه هیواد د هوايي شرکت الوتکه ویشتل شوې ده. د اذربایجان د هغې الوتکې په اړه، چې د چهارشنبې په ورځ په قزاقستان کې ولوېده، شک دی چې د روسیې د هوايي دفاع په توغندي ویشتل شوې وي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، د افغانستان طالبان باید د ټي ټي پی پر ضد غوڅ دریځ خپل کړي. هغه له دې سره سره چې افغان طالبانو د بدل اخیستو ژمنه کړې، د پکتیکا پر برمل ولسوالي د برید دفاع وکړه.
د کابل ښار د مکروریانونو یو شمیر اوسېدونکي په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو اچ او) د تیرې یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې د یو لک او لس زره مورده شدیدو تنفسي ناروغیو « ای ار ای» د ثبت خبر ورکړی دی.
د ایران د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي دې هیواد کې د بې اسنادو بهرنیو اتباعو او پر کار د هغوی د ګمارونکو پر وړاندې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
نور راوښيه