په داسې حال کې چې تازه د طالبانو مشر د انساني قاچاق د مخنیوي یو فرمان ورکړی، یو شمیر افغانان وايي په افغانستان کې د حاکم وضعیت له امله اړ شوي چې له قاچاقي او غیر قانوني لارو ګواښونه په ځان ومني او بیلابیلو هیوادونو ته کډوال شي.
قدم وهل يا پلي تګ يو له هغو سپورټي او فزيکي فعاليتونو ګڼل کيږي چې له امکاناتو او لګښتونو پرته ترسره کيدای شي. په افغانستان کې يو شمېر ميرمنې او نارينه وايي هره ورځ د يوه ساعت پلي تګ کوي چې له کبله يې د دوي روغتیايي وضعیت ښه دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نجونو په وړاندې د ښوونځیو په ګډون، د پوهنتونونو او نیمه طبي تحصیلي موسسو د مرکزونو دروازې تړلي، تازه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته د ژمنتیا خبره کړې.
په کندهار کې د طالبانو حکومت د کابینې مجلس دڅلورمې ورځې لپاره هم روان دی او ټاکل شوې چې سبا هم دوام وکړي. د طالبانو حکومت چارواکو له تېر څلورو ورځو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه ناستې، خبرې اترې او د نظریاتو تبادلې پیل کړي دي.
د سوریې نویو واکمنو د بهرنیوچارو د وزیر له ټاکلو وروسته د دفاع وزارت لپاره هم د یوه مشر د ټاکلو خبر ورکړی. نوي دفاع وزیر مُرهف ابوقصره د بشاراسد د رژیم د واکمنۍ په پرځولو کې مهمه ونډه درلوده.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دا شپې ورځې په ګاڼیو کې د ګوړې د جوړولو وخت دی. د ګاڼیو یو شمېر مالکان وايي له بېلابېلو سیمو خلک دغې ولسوالۍ ته ورځي او فرمایشي ګوړې پرې جوړوي.
په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د ژمي د پيل دويمه ورځ ده او په مرکز کابل او بېلابېلو ولایتونو کې لا له مخکې هوا سړه شوې، يوشمېر بېوزله کورني وايي، دوی د سون توکو د اخيستلو وس نه لري نو ځکه اړ دي چې ورته د خپل کور توکي وپلوري.
د یونان ساحلي ګارډ پرون شنبې وویل چې په ختیځ کې د روډس ټاپو ته نژدې د جمعې په ورځ د یوې ګړندۍ کشتۍ د چپه کیدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ژغورل شوي چې ټول افغانان یاد شوي دي.
په افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او په دې وژونکې ناروغۍ د مړینو پر زیاتوالي یوه بنسټ سخته اندېښنه وښوده.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا پرون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد نویو واکمنانو اسد حسن الشیباني د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.
نور راوښيه