د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

افغانستان لپاره د ايران نوی سفير: افغان کډوال د درناوي وړ دي؛ کډوال: د ايران حکومت مو ځوروي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

په‌داسې حال کې چې افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر ویلي، افغان قانوني کډوال دوی ته د درناوي وړ دي، په ایران کې یوشمېر افغان کډوال وايي، سره له‌‌‌دې چې قانوني اسناد لري، خو بیا هم ځورول کېږي او ان له پولې را اړول کېږي.

د ایران په اصفهان کې اوسېدونکی افغان حفیظ‌‌‌‌‌الله نایب وايي، ډېری افغان کډوال له قانوني اسنادو سره سره له پولې اړول کېږي، په خبره يې داسې چې ښځې یې ایران کې پاتې شوي خو نارینه او ماشومان یې شړل شوي دي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "دوی خلک داسې نیسي، مثلًا که نارینه نیسي او رد مرزوي يې، مېرمن یې دلته پاتې کېږي، ماشومان رد مرزوي کورنۍ یې دلته پاتې کېږي دا ماشومان چې افغانستان ته ځي هلته بې سرپرسته پاتې شي."

په تهران کې مېشت افغان کډوال قدرت بیک هم ايران کې د افغان کډوالو د ځورولو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ایران په کوڅو او واټونو کې د ایراني وګړو له‌خوا د افغانانو په نوم په بېلابېلو ډولونو ځورول کېږو، د ایران د دولت له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې موږ دلته د خپل ځان، کورنیو او ناموس د خطرونو او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له امله راغلي یو، موږ دې درک کړي او دې ډول ځورونو مخه دې ونیسي."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې تازه افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر ویلي، افغان قانوني کډوال دوی ته د درناوي وړ دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، علي رضا بیګدلي پرون شنبه (د نومبر په ۳۰مه) کابل ته د سفر پر مهال په یوه خبري ناسته کې ویلي، قانوني کډوال چې ایران ته ورځي، دوی ته د درناوي وړ دي او هرکلی به ترې وشي، خو له ناقانونه کډوالو یې غوښتي چې خپل هېواد ته ستانه او له قانوني لارې دې سفر وکړي.

"دوی خلک داسې نیسي، مثلًا که نارینه نیسي او رد مرزوي يې، مېرمن یې دلته پاتې کېږي
حفيظ‌الله نايب، ايران کې افغان کډوال

خو دغه ایراني ډیپلومات ټینګار کړی چې، هڅه کوي د دواړو هېوادو د اړیکو د ساتلو لپاره ایران ته د افغانانو تګ‌‌‌‌‌راتګ په قانوني توګه تنظیم کړي.

ایرنا ایراني خبري اژانس دغه‌‌‌شان د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په حواله راپور ورکړی چې، نوموړي په مازندران کې خبریالانو ته ویلي، دوی د نړیوالو سازمانونو له لوري له ایران سره د کډوالو د ورتګ د مخنیوي په برخه کې د مرستو د کموالي له امله نور دوی ته د کاري فرصتونو برابرولو وس نه‌لري.

مومني ویلي، باید د کار د صاحبانو له‌خوا د کارکوونکو د نیولو په برخه کې قوانین په سمه توګه پلي شي چې په خبره یې تر اوسه په‌‌دې برخه کې ډېر پرمختګ هم شوی دی.

د دغه ایراني چارواکي په خبره دا مهال په ایران کې شپږ میلیونه «بهرني وګړي» شته چې په‌‌دې کې یوشمېر یې د ده په ټکو ناقانونه دي.

ایراني چارواکي تل "د بهرنیو وګړو یا اتباع" کلمه افغان کډوالو ته کاروي.

تازه طلوع نیوز خصوصي رسنۍ په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې، ایران په تېرو دوو کلونو ۱۸ زره بې سرپرسته ماشومان افغانستان ته راشړلي او د کورنۍ غړي یې په ایران کې پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له‌‌مخې، هر ورځ له زر تر دوو زرو افغانان له ایران د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته را اړول کېږي، چې د را ایستل شویو په خبره د راشړل کېدو پر ترڅ کې د ایراني ځواکونو له‌خوا له تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له‌‌مخې، هر ورځ له زر تر دوو زرو افغانان له ایران د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته را اړول کېږي، چې د را ایستل شویو په خبره د راشړل کېدو پر ترڅ کې د ایراني ځواکونو له‌خوا له تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.

د دغه ریاست مشر میرزا محمد منصور ویلي، دا ماشومان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي او دوی یې خپلو خپوانو ته ورسپارلي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د بې‌نظمه بهیر ګډوډیو د ادعاو په ترڅ کې ان د حال‌‌وش په نوم ایران کې د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې، ایراني ځواکونو د رسول حسن زهي په نوم یو بلوچ وګړی چې ایراني تذکره لري او د دغه هېواد د زاهدانو اوسېدونکی و، تېره میاشت افغانستان ته شړلی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له‌‌مخې، هر ورځ له زر تر دوو زرو افغانان له ایران د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته را اړول کېږي، چې د را ایستل شویو په خبره د راشړل کېدو پر ترڅ کې د ایراني ځواکونو له‌خوا له تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG