د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

ترکيه کې د افغان کډوالو د نيونې دوام؛ تازه پوليسو په اغره ښار کې ۵۹ افغانان نيولي


د ترکيې پر پوله افغان پناه غوښتونکي
د ترکيې پر پوله افغان پناه غوښتونکي

په ترکیه کې د بې‌‌‌اسنادو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو په دوام، د دې هېواد پولیسو تازه ۵۹ افغان کډوال نیولي دي.

"د ترکیې د پولیسو رویه ډېره بده وه، افغانان چې کله نیسي، وهي يې او په پنډغالو کې داسې سختې ورځې تېروي چې خپله مجبورېږي او وایي موږ بېرته خپل هېواد ته ځو."
محمد اکرام له ترکيې تازه راستون شوی افغان کډوال

د ترکیې ځینو رسنیو، له ډلې یې (خبرلر) د پنج‌شنبې په ورځ (نومبر ۲۱مه) د اغرى ښار پولیسو په حواله ویلي چې، د یوه بار وړونکي موټر د تلاشي پر مهال یې ۳۰ افغان کډوال او ۴ د انسانانو قاچاق کوونکي نیولي دي.

د ترکیې پولیسو دغه‌‌‌شان په اغرى ښار کې په یوه زوړ او نه کارېدونکي کور کې د ۲۹ افغان کډوالو او یو پاکستاني کډوال د نیولو خبر ورکړی دی.

ویل شوي چې، دغه کډوال د نیول کېدو وروسته د اخراج يا ايستنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د دغو افغان پناه غوښتونکو یوشمېر کورنۍ وایي، د خپلو کورنۍ د نیول شویو غړو په اړه هيڅ معلومات نه‌‌‌لري.

د کابل یو اوسېدونکي محمد بصیر په‌‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "درې میاشتې مخکې مې ورور ترکیې ته تللی و چې له هغه ځایه کوم اروپایي هېواد ته ولاړ شي، خو یوه اوونۍ کېږي چې هيڅ خبر ترې نه‌‌لرو، ډېر اندېښمن یو."

د ترکيې پر پوله د کډوالو يو انځور
د ترکيې پر پوله د کډوالو يو انځور

محمد اکرم چې څو ورځې مخکې له ترکیې افغانستان ته لېږل شوی، بيا وايي: "د ترکیې د پولیسو رویه ډېره بده وه، افغانان چې کله نیسي، وهي يې او په پنډغالو کې داسې سختې ورځې تېروي چې خپله مجبورېږي او وایي موږ بېرته خپل هېواد ته ځو."

محمد سلیم چې د ترکیې له یوه کمپ څخه خوشې شوی او اوس په یوه اروپایي هېواد کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته يې وویل: "په یوه اوونۍ کې به یې یو ځل بهر وویستلو، لږ لمر او رڼا به مو ولیده او لږ هوا به مو احساس کړه، بیا به یې بېرته دننه بوتلو. وروسته به یې یوه ګواښوونکې ډله راوسته او موږ به یې ووهلو. آن یو ټليفون نه و چې کورنۍ ته مو زنګ ووهو."

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ترکیې نږدې ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.

د ترکیې د ځینو رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې، دا مهال په ترکیه کې شاوخوا ۳۲۰زره افغان پناه غوښتونکي مېشت دي، چې ډېری یې د ویزې، د پناه غوښتونکو د ځانګړو کارتونو یا اقامت ترلاسه کولو په پروسه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG