د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

له افغانستانه د وتلو اصلي لاملونه بې‌کاري، ناوړه اقتصادي وضعیت او مبهمه راتلونکې وبلل شوه


ارشیف: هره ورځ یو زیات شمېر افغانان په داسې سختو لارو ځانونه ایران او بیا نورو هېوادونو ته رسوي.
ارشیف: هره ورځ یو زیات شمېر افغانان په داسې سختو لارو ځانونه ایران او بیا نورو هېوادونو ته رسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له افغانستانه د خلکو د وتلو اصلي لاملونه، بې‌کاري، ناوړه اقتصادي وضعیت او خپلې مبهمې راتلونکې ته اندېښنې بولي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې بې‌کاري، اقتصادي ناوړه وضعیت، د خوړو نه خوندیتوب او ښوونځي ته د نه لاسرسي له امله مبهمې راتلونکي، اکثریت افغانان هڅولي چې له افغانستان څخه ووځي او د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

دې کمېشنرۍ د روان ۲۰۲۴م کال د جنوري له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د افغانستان پر ټولو اتو رسمي او نورو شاوخوا پنځوسو غیررسمي پولو د خلکو د تګ راتګ او له ۱۱۰زرو څخه زیاتو کسانو سره د مرکو پر اساس خپل راپور پرون سې شنبې خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي چې "یواین‌ایچ‌سي‌آر" په دغې موده کې د خپلو شریکانو په مرسته له ۷۹زره او ۱۳۱ نارینه‌وو او ۱۲زره او ۹۰۰ ښځینه وو سره مرکې کړي او له هغوی پوښتل شوي چې کوم اساسي لاملونه دوی دې ته اړ کړي چې له افغانستان څخه ووځي یا له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ښځینه مرکه کوونکو شمېر په دې خاطر کم ښودل شوی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو دې ادارې او نورو شریکانو یې ډېرو ښځینه همکارانو ته لاسرسی نه درلود. علت یې هم دا دی چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیردولتي موسسو او ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي دي.

د تورخم بندر یوه څنډه. په دې لاره هره ورځ یو زیات شمېر افغانان پاکستان ته کډه کوي.
د تورخم بندر یوه څنډه. په دې لاره هره ورځ یو زیات شمېر افغانان پاکستان ته کډه کوي.

له ۴۵زرو څخه زیاتو افغانانو چې ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته له تلو مخکې په پولو کې ورسره مرکې شوي، اکثرو یې د بې‌کاري او ناوړه اقتصادي وضعیت په ګډون ځینې نور عوامل له افغانستانه د وتلو اصلي لاملونه یاد کړي دي.

په دوی کې یوازې نژدې ۲۸۰۰ یې ښځې او د ټولو شپېته سلنه یې د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

ایران ته د تلونکو ۵۴ سلنه او پاکستان ته اته سلنه مرکه کوونکو ویلي چې په افغانستان کې یې هره ورځ ځان تر فشار لاندې احساس کړی دی.

اقتصادي ستونزې، د خوړو نه خوندیتوب، ناڅرګنده راتلونکې، روغتیایي ستونزې، پر ښځو د تعلیم بندیز، په ټولنه کې تاوتریخوالی، پر ماشومانو کار کول او د ژوند کولو لپاره د نورو خدمتونو نشتوالی یا محدودوالی هغه اصلي لاملونه دي چې دوی یې له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړي دي.

یو شمېر افغانانو هم اکثره وختونه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له بې‌وزلۍ او هم د ښځو پر تعلیم له بندیز څخه سر ټکولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې، یو شمېر مرکه کوونکو ویلي چې په افغانستان کې روان وضعیت دوی اړ کړي چې د دوهم یا درېیم ځل لپاره بیا پاکستان ته ولاړ شي، هغه هېواد ته چې د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې یې په سلګونو زره افغان کډوال چې بې اسناده کډوال ښودل شوي، بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم له دې سره موافق دي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د دې اصلي لامل دی چې یو شمېر کسان له افغانستانه د وتلو تکل وکړي.

د اقتصادي چارو پوه آذرخش حافظي وايي: "په افغانستان کې د فقر، بې‌کارۍ او اقتصادي مشکلاتو ترڅنګ، د مصئونیت نشتون او پرله‌پسې ناامني، جګړې او بې عدالتي د دې سبب ګرځي چې د افغانستان خلک په ډله‌ییزه توګه له خپل هېواد څخه کډه وکړي او لالهانده شي. که چېرې په افغانستان کې سیاسي مصئونیت او عدالت شتون ولري، خلک کولای شي په یوه مصئون سیاسي بستر کې د فقر او بې‌کارۍ چاره وکړي، خو تر ټولو د مخه باید دغه سیاسي مصئون او عادلانه حقوقي بستر پیدا شي."

د اقتصادي چارو پوه آذرخش حافظي
د اقتصادي چارو پوه آذرخش حافظي

د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې، یو شمېر هغو کسانو چې "یواین‌ایچ‌سي‌آر" او شریکانو یې له ګاونډیو هېوادونو پر پولو د افغانستان خوا ته د را اوښتو په مهال مرکې کړي، ویلي چې په افغانستان کې د خپلو کورنیو له غړیو سره د یوځای کېدو، په کوربه هېوادونو کې د کاري فرصتونو نشتوالی، د ژوند کولو زیات لګښت، د کورونو لوړې کرایې او همدارنګه د نیول کېدو او د اخراج د ګواښونو له کبله بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي چې په ایران، پاکستان، تاجکستان او د آسیا–پسفیک لپاره د خپل سیمه‌ییز دفتر په مشوره او د هغوی د عملیاتو پر اساس د پولو د څارنې پر وسایلو بیا کتنه د دې لپاره کړې چې په سیمه کې د مخ پر زیاتېدونکي خوندیتوب د شرایطو سره سم معلومات راټول کړي.

له افغانستان څخه ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پراخ بهیر چې په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل سره پیل شوی، تراوسه روان دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په پاکستان او ایران کې تراوسه له پنځو میلیونو زیات افغانان اوسي.

XS
SM
MD
LG