د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

پاکستان: په وروستیو لاریونونو کې افغانان نیول شوي؛ افغانان: نیول شويو په لاریونونو کې هېڅ ونډه نه درلوده


په اسلام‌اباد کې د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو یوه څنډه
په اسلام‌اباد کې د وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو یوه څنډه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د اسلام‌اباد په وروستیو اعتراضونو کې یو شمېر افغان وګړي نیول شوي دي.

په دغو اعتراضونو کې د افغانانو د ښکېلتیا په تړاو د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې په اسلام‌اباد کې په دغو لاریونونو کې یو شمېر افغان وګړي هم نیول شوي دي.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون جمعه د نومبر ۲۹مه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په سیاسي اعتراضونو کې د بهرنیو اتباعو هر ډول ګډون غیرقانوني دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د دې کسانو اړوند معلومات خپاره کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

تر دې مخکې د اسلام‌اباد د پوليسو قوماندان سيد نصیر علي رضوي تېره اوونۍ رسنيو ته ويلي وو چې د تېرې اوونۍ د اعتراضونو په لړ کې د نيول شويو زرو کسانو له ډلې ۵۶ يې افغانان دي.

همداراز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانان باید د ډسمبر له ۳۱مې وروسته په اسلام‌اباد کې د اوسېدو لپاره د پولیسو له‌خوا جواز ترلاسه کړي.

خو په اسلام‌اباد کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې په وروستیو ورځو کې پولیس د استوګنې سیمو ته ننوتلي او ډېری هغه کسان یې نیولي چې په اعتراضونو کې یې هېڅ برخه نه درلوده.

غبار وايي: پخوا کېس لرونکو د امريکا له سفارت څخه د خوندیتوب یو ليک ترلاسه کړى و، خو پوليسو دې ليک ته هم پام ونه‌کړ.

د اسلام‌اباد پشاورمور سیمه کې یو افغان کډوال محمد غیاثي غبار چې امریکا ته د کډوالۍ پي۱ کېس لري، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دغو نيولو کې چې څو ورځې وړاندې پيل شوي، ټول نيول شوي کسان عام خلک دي، دا نیونې ټول د استوګنې په سيمو کې ترسره شوي، دا زما د سترګو لیدلی حال دی، پرون يې هم خلک نيولي دي چې هېڅ یو یې هم په اعتراضونو کې نه و. پخوا کېس لرونکو د امريکا له سفارت څخه د خوندیتوب یو ليک ترلاسه کړى و، خو پوليسو دې ليک ته هم پام ونه‌کړ."

نوموړي امريکا ته د افغانانو د لېږد پر پروسې هم نيوکه وکړه او ويې ويل، که څه هم د ډېرو افغانانو مرکې او طبي معاينات شوي، خو تراوسه د هغوی د لېږد په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

یو بل افغان کډوال محمد عاشر سیفي هم ورته ستونزه لري.

هغه وویل: "زه په اسلام‌آباد کې کډوال یم، تېره ورځ پولیسو دوه ځلې وګواښلم چې ما نیسي، خو ما دوی ته وویل چې زه کوم مجرم نه یم، درې کاله کېږي چې د یواین‌ایچ‌سي‌آر په دفتر کې ثبت یم، موږ ډېر اندېښمن یو، یو سل او څو کسانه یې نیولي، د یواین‌ایچ‌سي‌آر له دفتر او د مدني او بشري حقونو له ټولنې غواړو چې له کډوالو سره مرسته وکړي. زموږ ښځې او ماشومان نه خواړه لري، نه ارامه خوب، دوی ټول اندېښمن دي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د نيول شويو کسانو له کورنيو سره هم خبرې وکړي، خو هغوى د موضوع د حساسيت له امله له خبرو کولو ډډه وکړه.

تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په ملاتړ لاريونونه په تاوتريخوالي واوښتل او د لاريون کوونکو او د پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په پايله کې يې سلګونه کسان ونيول شول.

لاريون کوونکو د پاکستان له زندان څخه د عمران خان د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کوله چې له يوه کال راهيسې په بند کې دى.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو سراسري شورا د دې نیولو په تایید د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په ملاتړ لاريونونه په تاوتريخوالي واوښتل او د لاريون کوونکو او د پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په پايله کې يې سلګونه کسان ونيول شول.
تېره اوونۍ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په ملاتړ لاريونونه په تاوتريخوالي واوښتل او د لاريون کوونکو او د پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په پايله کې يې سلګونه کسان ونيول شول.

د دې شورا سرپرست میوند علمي افغان ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر کډوال په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي چې د ویزو د تمدید توان هم نه‌لري.

عالمي وايي: "همدا ډول چې د پاکستان حکومت په ۴۵ کلونو کې له افغان کډوالو سره مرسته کړې، دې همکارۍ ته دې دوام ورکړي. دوه ورځې وړاندې یې هم یو شمېر کډوال له دې ځایه یووړل، تراوسه معلومات نه‌لرو چې چېرته یې وړي، آن دقیق ځای یې معلوم نه دی."

هغه همداراز له افغانانو وغوښتل چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د دغه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" راپور ورکړی چې په اکټوبر میاشت کې په پاکستان کې ۸۰۰ افغانان نیول شوي دي.

د دې سازمان په راپور کې چې د نومبر په ۲۸مه خپور شو، راغلي چې سږ کال په پاکستان کې ۷۱۰۰ بندیان شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر له ۱۵مې د روان کال د اکټوبر تر پایه تر ۷۵۸زره ډېر افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG