د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

پاکستان کې د افغان کډوال شورا: اسلام‌اباد کې پوليسو ۳۰ افغان کډوال نيولي


پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

په پاکستان کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا په اسلام‌اباد کې د کابو ۳۰ افغان کډوالو د نیولو خبره کوي.

"ویزه او پاسپورټ یې وکتل چې تاریخ یې نه‌‌‌دی تېر شوی، پوښتنه یې وکړه چې نور دلته څوک دي، کله مې چې وویل یوازې یم زه یې موټر کې واچولم او بويې تلم
اسلام‌اباد کې يو افغان کډوال

د يادې شورا سرپرست میوند علمي ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان کډوال د سه‌‌‌شنبې په ورځ له B17 او D17 سیمو څخه نیول شوي دي.

کبیرعلي په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه دی چې وایي، د پولیسو له‌‌‌خوا د سه‌‌‌‌‌شنبې په ورځ د کور له‌‌‌مخې یې د اسلام‌اباد په B17 سیمه کې نیول شوی او وروسته د لس زرو کلدارو په مقابل کې پاکستاني پولیسو بېرته خوشې کړی دی.

هغه ازادی راډیو ته وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې يې امریکا ته د تګ د دوسیې مخته وړلو لپاره او د قانوني اسنادو په لرلو په پاکستان کې دېره دی.

نوموړی وايي: "ویزه او پاسپورټ یې وکتل چې تاریخ یې نه‌‌‌دی تېر شوی، پوښتنه یې وکړه چې نور دلته څوک دي، کله مې چې وویل یوازې یم زه یې موټر کې واچولم او بويې تلم، د ورځې له لس‌‌‌نیمو بجو چې یې په یوه تل‌خونه کې اچولی وم د شپې تر دولس بجو، هلته یې موږ ډېر ځورولو، نه ډوډۍ وه نه اوبه، بالاخره کله چې یې له موږ نه پیسې واخیستې زموږ کارونه يې ژر خلاص کړل او راخوشې یې کړو."

بل‌خوا په پاکستان کې یوه مېشته افغانه مېرمن چې نه‌یې غوښتل په راپور کې يې نوم واخیستل شي وویل، پولیسو یې د اسلام‌‌‌اباد له D17 سیمې یو خپلوان نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

هغې وويل: "پرون زموږ سیمې ته پولیس راغلي وو او زموږ یو خپلوان یې له ځان سره یووړ."

"پرون تقریبا یوولس‌‌نیمې بجې پولیس راغلل او زموږ کډوال وروڼه یې له ځان سره بوتلل
ميوند علمي

دغه افغان کډوال د پاکستان له حکومته، نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو چې دوسیې یې پر مخ وړي غواړي چې ستونزو ته یې ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

له‌‌دې سره په پاکستان کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا د اسلام‌‌‌اباد په D17 او B17 سیمو کې د افغانانو نیول تاییدوي او وایي چې، د سه‌‌شنبې په ورځ ۳۰ تنه افغانان په دغو سیمو کې پولیسو نیولي دي.

د دغې شورا مرستیال میوند علمي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پرون تقریبا یوولس‌‌نیمې بجې پولیس راغلل او زموږ کډوال وروڼه یې له ځان سره بوتلل، د شپې تر یوې نیمې بجو مو چې د دوی د خلاصون لپاره ورته هر څومره عذرونه وکړل، پایله یې ورنه‌‌‌کړه او زموږ څلور کډوال یې چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې وه، محکمې ته یې ور معرفي کړل."

ده که څه هم ونه ویل چې، څومره افغانان یې بېرته راخوشې کړي، خو زیاته یې کړه چې یوشمېر هغه افغان کډوال چې د کډوالو د کارتونو په درلودو له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، په ضمانت راخوشې شوي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا يو انځور
پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا يو انځور

دا لومړی ځل نه‌‌‌دی، چې افغانان په پاکستان کې د پولیسو له‌‌خوا نیول او ځورول کېږي، بلکې له‌‌‌دې وړاندې هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې افغان کډوالو له‌‌‌دې ستونزې شکایتونه کړي او سلګونه زره افغانان په یو کال کې د پاکستان د پولیسو له‌‌‌‌‌خوا افغانستان ته شړل شوي دي.

د پخوانیو امنیتي ځواکونو، خبریالانو، د مدني ټولنې د فعالانو او هنرمندانو په ګډون ډېری افغانان پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اروپايي هېوادونو او امریکا ته د تګ لپاره د خپلو دوسیو د مخته وړلو له امله پاکستان ته ورغلي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا د معلوماتو له‌‌مخې، دا مهال ډېری دا کډوال له اقتصادي ستونزو، بې‌‌‌کارۍ، د ژوندانه د اسانتیاو د نشتون، د ویزو د تمدیدو او زده‌‌‌کړو ته یې د ماشومانو د لاس‌رسي په برخو کې له ننګونو سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG