د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

له پاکستان څخه کندهار ته راستانه شوي کډوال د ژمي راتګ ته اندېښمن دي


کندهار ته له پاکستان راستانه شوي کډوال.
کندهار ته له پاکستان راستانه شوي کډوال.

له پاکستان څخه کندهار ته راستانه شوي کډوال چې دا مهال په خېمو کې ژوند کوي، د ژمي سړې څپې ته اندېښمن دي.

د دغه کډوالو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی، د استوګنې لپاره د مناسب ځایونو نه لرل او د ژمي لپاره اړین خوراکي او سون‌‌توکو نشتون هغه ستونزي دي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

اولادونه مو ګرده ناجوړه دي، تبي لري، ژمی راروان دی، خاشه لا نه‌‌‌لرو.
پلوشه

شاوخوا یو کال وړاندې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شو، چې د تورخم ترڅنګ د سپین‌بولدک له لارې هم په زرګونه کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې.

د دغو کډوالو کورنیو یوشمېر یې چې په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه‌‌‌لري، د کندهار ښار ترڅنګ د سپین‌‌بولدک، تخته‌پُل او دامان ولسوالیو په موقتي استوګن‌ځایونو کې ځای پر ځای شوې دي.

له‌‌‌دې کډوالو کورنیو څخه ډېری هغه يې په خېمو کې ژوند کوي، چې د ژمي د سختې یخنۍ پر وړاندې هيڅ ډول خوندیتوب نه‌لري.

۴۰ کلنه پلوشه چې کونډه ده، د ګڼو نورو کورنیو سره د کندهار ښار د پنځمې ناحیې په تېل فروشي سیمه کې د خپلو یتیمانو سره تر زړو خېمو لاندې د کړاوه ډک ژوند تېروي.

هغې وویل: "په دغه یوه خېمه کې اته نفره ژوند کوو. اووه نفره په هغه بله خېمه کې اوسیږو چې درې کورونه جوړوي. اولادونه مو ګرده ناجوړه دي، تبي لري، ژمی راروان دی، خاشه لا نه‌‌‌لرو. دا کوچني دېوالونه مو وهلي، په‌‌دې نه یخ ګرځي، نه اوبه. قسم دی که درې هفتې زموږ پر درګاه ډوډۍ پخه شوې وي."

له‌‌‌دې کډوالو کورنیو څخه ډېری هغه يې په خېمو کې ژوند کوي، چې د ژمي د سختې یخنۍ پر وړاندې هيڅ ډول خوندیتوب نه‌لري.
له‌‌‌دې کډوالو کورنیو څخه ډېری هغه يې په خېمو کې ژوند کوي، چې د ژمي د سختې یخنۍ پر وړاندې هيڅ ډول خوندیتوب نه‌لري.

د محمد‌الله په نوم یو بل کډوال، چې له خپلو پنځو ماشومانو سره په یوې زړې خېمه کې ژوند کوي ازادي را‌ډیو ته يې وویل: "له پاکستان څخه په ډېرو ستونزو او سختیو سره راغلو، خو دلته هم ژوند اسان نه‌‌‌دی. د کورنۍ غړي مو وږي بیدېږي، د سرپناه ستونزه لرو، د اوبو ستونزه لرو. د غربت له امله د خپلو اولادونو روزنې ته توجو نه‌‌‌شو کولای. تر اوسه څوک نه‌‌‌دي راغلي چې پوښتنه مو وکړي، چې څه خورو او څه څښو. هلته هم مهاجر وو، دلته هم مهاجر یو."

د عبدالمتین او جمعه خان په نومونو دوه نور کډوال وایي، که یې د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې د لومړنیو مرستو ترڅنګ د سرپناه غم و نه‌خوري، نو د کورنۍ او ماشومانو لپاره به یې روان ژمی سخت وي.

د دغو کډوالو کورنیو یوشمېر یې چې په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه‌‌‌لري، د کندهار ښار ترڅنګ د سپین‌‌بولدک، تخته‌پُل او دامان ولسوالیو په موقتي استوګن‌ځایونو کې ځای پر ځای شوې دي.
د دغو کډوالو کورنیو یوشمېر یې چې په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه‌‌‌لري، د کندهار ښار ترڅنګ د سپین‌‌بولدک، تخته‌پُل او دامان ولسوالیو په موقتي استوګن‌ځایونو کې ځای پر ځای شوې دي.

عبدالمتین وایي: "حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې باید زموږ سره مرسته وکړي، موږ هيڅ شی نه‌‌‌لرو او ژمی راتلونکی دی. خېمې به مو باد او باران یوسي."

جمعه خان وایي: "دلته مو ژوند سخت دی. د ژمي لپاره مو نه لرګي شته، نه تودې جامې او نه کوم بل شی. ماشومان مو په یخنۍ کې ناروغه کېږي."

که څه هم د طالبانو حکومت د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسوولین د دې راپور تر خپرېدو پورې د راستانه شویو کډوالو د غوښتنو په اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول، خو څو ورځې وړاندې د کندهار محلي چارواکو د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ په شهرک سیمه کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۹۱ کډوالو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړېدو د پیل خبر ورکړ.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG