د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

سیف د چلډرن: په افغانستان کې د هوا د ناوړه وضعیت له امله ۳۸زره کسان بې‌ ځایه شوي


ارشیف: په بغلان کې د سېلابونو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په بغلان کې د سېلابونو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، یوازې د روان کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د هوا د ناوړه وضعیت له امله ۳۸زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق يا "سیف د چلډرن" په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.

یاد سازمان پرون یکشنبه د نومبر په ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې د روان کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د هوا د سختو شرایطو له امله له ۳۸زره زیات کسان چې نیمايي یې ماشومان وو، بې‌ځایه شوي دي.

"سیف د چلډرن" زیاته کړې چې دا شمېرې د ۲۰۲۳م کال له مجموعي شمېرو څخه زیاتې دي.

په بیان کې راغلي، سازمان په خپل يادښت کې وايي چې "د کاربن له کم اخراج سره سره افغانستان د اقلیم د بدلون له منفي پایلو لکه وچکالۍ، سېلابونو او توپانونو سره مخ دی."

ارشیف: په غور کې د سېلابونو له کبله اوس یو شمېر زیانمنې کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي.
ارشیف: په غور کې د سېلابونو له کبله اوس یو شمېر زیانمنې کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي.

په دې بیان کې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د مشر ارشد ملک په حواله راغلي، اقلیمي بحران د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خرابوي چې کورنۍ بې‌ځایه کوي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او د ماشومانو د زده‌کړې مخه نیسي.

ملک زیاته کړې، نوي زېږېدلي افغان ماشومان به په خپل ژوند کې د ننني ۶۰ کلنو په پرتله ۵.۳ برابره له وچکالۍ سره مخ شي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانګالی هېواد دی.

د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګونې زلزلې او سخت توپانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون نورې پایلې دي چې خلک یې بې زیانه نه ‌دي پرېښي او د خپلو سیمو پرېښودو ته یې اړ کړي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی نور رحمان وایي، په یاد ولایت کې د ډېرو سېلابونو له امله د خپل ولایت پرېښودو ته اړ شو.

نور رحمان وايي: د دې لپاره چې بغلان کې سېلابونه زیات راځي، خلاصه د طبیعي پېښو امکان هلته زیات دی، له همدې امله کابل ته راغلو.

هغه وویل: "په دې وروستیو کې مو په ډېرو ستونزو سره له بغلان څخه کابل ته کډه وکړه، دلته څوک نه پېژنو ټول خپلوان مو په بغلان کې دي. د دې لپاره چې بغلان کې سېلابونه زیات راځي، خلاصه د طبیعي پېښو امکان هلته زیات دی، له همدې امله کابل ته راغلو."

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فرمان‌شاه چې اوس په تورخم کې اوسېږي، ازادي راډيو ته وویل: "سږ کال د شدیدو بارانونو له امله زما کوټه ولوېده، د کوټې د جوړولو وس مې نه درلوده نو اوس د تورخم په ساحه کې د خپلوانو کور کې کډوال یم پروت یم."

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ له خورا بې‌‌وزلو هېوادونو څخه دی، څو لسیزو جګړو او د چاپېریال زیانونو افغانستان په ‌‌داسې یوه هېواد بدل کړی چې د اقلیمي بدلونو له کبله خورا ډېر زیان وراوښتی دی.

د ملګرو ملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په هدف نړیوال کنفرانس د اذربایجان په باکو کې روان دی.

د طالبانو حکومت یوه پلاوی د دوی د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په مشرۍ د لومړي ځل لپاره په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.

نوموړي دې کنفرانس کې د ګډون په موخه باکو ته د سفر پر مهال ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري، خو د دوی حکومت چې نړیوالو تر اوسه په رسمیت نه ‌‌‌‌دی پېژندلی، ښايي ونه‌‌‌شي کولای د اقلیمي بدلون د ناوړه اثراتو پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ته د نړیوالو مرستې جلب کړي.

څو اوونۍ مخکې سېلابونو په ننګرهار کې خلکو ته زیانونه اړولي وو.
څو اوونۍ مخکې سېلابونو په ننګرهار کې خلکو ته زیانونه اړولي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا "آی‌اوایم" ارقام هم ښيي چې اقلیمي بدلون له افغانستانه بهر ته د کډوالو او د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر د زیاتېدو سبب شوی دی.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د ۸۵۸ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله اغیزمن شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG