د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

طالبانو هند کې د پاسپورټونو د وېش‌لړۍ د پيل خبر ورکړی؛ هندمېشتو افغانانو يې هرکلی کړی


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش‌لړۍ د پیل اعلان کړی دی.

"کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش د بهیر پیلېدل یو ښه خبر دی، ځکه ډېری خلک چې په هند کې پیدا شوي له پاسپورټونو محروم پاتې و
اسحاق سروري، هند کې افغان محصل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، دوی د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د افغانانو د اړتیاو د پوره کېدو په هدف د پاسپورټونو د وېش‌لړۍ د دوشنبې له ورځې (د عقرب میاشتې په ۲۱مه) پیل کړې ده.

په هند کې مېشت ځینې افغان کډوال په ځانګړې توګه افغان محصلان په دغه هېواد کې د پاسپورټونو د وېش له بهیره په هرکلي وایي، افغانان هلته د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د بندوالي له امله ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

هند کې مېشت یو افغان محصل محمدعارف شریفي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د هند پالیسۍ په ځانګړې توګه د افغانانو پر وړاندې بدله شوې، ځکه دلته اوس د افغانستان سفارت هم فعال نه‌دی او ځینې قونسلي چارې دي چې د پخوانیو دولتي کارکوونکو له‌‌خوا ترسره کېږي او د امارت (طالبانو) له حکومته دلته څوک نه‌شته؟ په ممبۍ او حیدراباد کې قونسلګرۍ فعالې دي چې د اسنادو تاییدي لکه نکاح‌خط او د زده‌کړو اسنادو چارې ترسره کوي."

په دغه هېواد کې یو بل مېشت افغان محصل اسحاق سروري هم په‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش د بهیر پیلېدل یو ښه خبر دی، ځکه ډېری خلک چې په هند کې پیدا شوي له پاسپورټونو محروم پاتې و او د هغو کسانو چې د پاسپورټونو وختونه یې تېر و، اوس به وکولای شي چې پاسپورټونه واخلي."

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

هند کې یو افغان کډوال سید بهرام بیا وایي: "هغه کسان چې قانوني اقامه نه‌لري، ډېر زیاتې ستونزې لري، ځکه چې د هند دولت پرې درنې جریمې تطبیقوي، دغه‌‌راز هغه ناقانونه اقامې چې له یو یا دوو کلونو زیاتې شي د ډیپورت کولو امکان یې زیات وي."

"هغه کسان چې قانوني اقامه نه‌لري، ډېر زیاتې ستونزې لري، ځکه چې د هند دولت پرې درنې جریمې تطبیقوي
سيد بهرام، هند کې افغان کډوال

دا اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي چې، پنځه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د هند د حکومت ځانګړي استازي جې پي سینګ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په‌‌دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغو دواړو لوريو ترمنځ لیدو-کتو پر مهال د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دغه‌راز د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ په اړه خبرې شوې دي.

په نوې ډيلي کې د افغانستان سفارت د تېر جمهوري نظام پر مهال د ګمارل شویو ډیپلوماتونو له‌خوا اداره کېده، خو د یاد سفارت چارواکو په خبره "د هند د حکومت د فشارونو او ډیپلوماتیک ملاتړ نه‌شتون" له امله د دغه سفارت د فعالیت بندوالی تېرکال په قوس میاشت کې اعلان کړ.

هغه مهال هندي چارواکو ویلي و چې، په ممبۍ او حیدراباد کې به د افغانستان قونسلګرۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، خو لا مشخصه نه‌ده چې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ مشري څوک کوي.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د یک‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه لیکلي، په ممبۍ ښار کې د طالبانو د حکومت د جنرال قونسل په حواله د هغه له نوم نه ښودلو پرته راپور ورکړی چې، هلته یې د پاسپورټونو د وېش‌لړۍ پیل کړې ده.

د هند په ګډون په ډېریو هېوادونو کې قونسلي خدمتونه وروسته له هغې محدود شوي چې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې قونسلي خدمتونه په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان قونسلګرۍ یې فعالیتونه د دوی په مدیریت کې نه ترسره کېږي، بې‌‌اعتباره اعلان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه‌‌‌راز په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو او بهرنیو وګړو غوښتي چې، د اړتیا وړ اسنادو تر لاسه کولو لپاره دې هغو هېوادونو ته ورشي چې د افغانستان ډیپلوماتیکې استازولۍ د دوی په مدیریت فعالیت کوي.

هند او بل هيڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو کابو درې میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې، دوی په پنځلس هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې استازي لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG