د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

این‌آرسي: افغانستان د رامنځته شویو طبیعي پېښو له امله له لویو ننګونو سره مخامخ دی


ارشیف: په غور کې وچکالۍ خلک له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په غور کې وچکالۍ خلک له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانګالو هېوادونو دی، خو دغه هېواد مخ پر زیاتېدونکو اغېزو ته لازم چمتووالی نه لري.

"این‌آرسي" تېره ورځ په خپل ویبپاڼه کې د یوه راپور له مخې ویلي چې افغانستان د دوامداره اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ او د اقلیمي بدلون په نتیجه کې د رامنځته شویو طبیعي پېښو له امله له لویو ننګونو سره مخامخ دی.

دې ادارې ویلي چې د وچکالۍ له کبله په بادغیس کې وضعیت کړکېچن دی.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د کرنې په برخه کې خلکو ته د اوښتو زیانونو له امله دوی اړ شوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې سیمې پرېږدي او نورو ځایونو ته کډوال شي.

وچکالۍ په ارزګان کې هم خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
وچکالۍ په ارزګان کې هم خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

په بادغیس کې یو شمېر بزګران وايي چې کرنه یې یوازېنۍ د عاید سرچینه وه، خو د دوامداره وچکالۍ له کبله له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

عزیزګل چې د وچکالۍ له کبله هرات ته کډوال شوی، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، دغې سیمې ته چې هم راغلي یو کار نه‌‌شته، ټول سرګردانه یو، بله لار نه لرو، له دولته مو غوښتنه دا ده چې د وچکالۍ، زراعت او اوبو په برخو کې زموږ ستونزې حل کړي."

د بادغیس ولایت یو بل اوسېدونکي عبدالسلام د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، کښت مو وچ شو، په دغه بالامرغاب کې هره ورځ خلک خپلې سیمې پرېږدي، که موږ هم ځای ولرو یوه شېبه به صبر ونه‌کړو."

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا "سیف د چلډرن" ویلي وو چې د ۲۰۲۴م کال په لومړیو میاشتو کې څه باندې ۳۸زره کسان چې نیمايي هغه یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

پنځه میاشتې وړاندې بیا "ډبلیوایف‌پي" په خپل یو راپور کې ویلي وو چې څو لسیزو جګړو، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلونونو میلیونونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ کړي او دا مهال ۱۲،۴ میلیونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG