د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغان کډوال ستونزو ته د رسېدو هڅه؛ ايران او طالبانو د يو ګډ کمېسيون جوړېدو هوکړه کړې


 په تهران کې د افغانستان لپاره د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني او د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو دفتر مشر نادر یار احمدي
په تهران کې د افغانستان لپاره د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني او د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو دفتر مشر نادر یار احمدي

د طالبانو حکومت او ایران د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو ګډ کمېسیون د جوړولو پر سر هوکړه کړې ده.

درې کاله کېږي چې په تهران کې یم. د ایران د حکومت چلند له کډوالو سره په‌‌دې وروستیو کې ډېر سخت شوی
ايران کې يو افغان کډوال

یوشمېر ایراني رسنیو له‌‌دې ډلې ایرنا د (نومبر په ۱۱مه) د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې، په تهران کې د افغانستان لپاره د طالبانو سفیر فضل محمد حقاني د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو دفتر له مشر نادر یار احمدي سره کتلي او د داوطلبانه ستنېدو او په ایران کې د قانوني اقامت په ګډون یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، دواړو خواو توافق کړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت او د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو چارو اداره به یو ګډ تخصصي کمېسیون جوړ کړي.

ټاکل شوې چې دغه کمېسیون په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني اقامت او افغانستان ته د دوی د داوطلبانه ستنېدو اړوند بنسټيز مسایل وڅېړي.

دغه کمېسیون په‌‌داسې حال کې جوړېږي چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، چې په‌کې جبري اخراج او بېلابېلې قانوني، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې شاملې دي، په ځانګړي ډول له دولتي ښوونځیو د افغان ماشومانو د زده‌کړو محرومیت، محدود ټولنیز خدمتونه او دغه‌‌‌شان توپيري چلند او تاوتريخوالى يې له مهمو هغو څخه دي.

تر دې مخکې، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو دفتر مشر ویلي و چې، هره ورځ له دوغارون پولې څخه تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان له‌‌دې هېواده ايستل کېږي.
تر دې مخکې، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو دفتر مشر ویلي و چې، هره ورځ له دوغارون پولې څخه تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان له‌‌دې هېواده ايستل کېږي.

په ورته وخت کې، یوشمېر افغان کډوال وايي، د طالبانو حکومت له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نه‌شي کولی افغانستان ته ستانه شي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال محمد رحیم ازادي راډیو ته وویل: "اووه کاله کېږي چې ایران ته راغلي يو، هغه وخت زموږ په سیمه کې جنګ و. غوښتل مو بېرته ستانه شو، خو اقتصاد مو کمزوری و. اوس مې اولادونه هم درس وایي او په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله نه‌‌غواړم چې بېرته ستون شم."

یو افغان خبریال هم چې ویې نه‌‌غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې ياد شي او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وويل: "لس کاله مې په افغانستان کې په رسنیو کې کار کړی، د طالبانو له راتګ وروسته مې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدم او کډوال شم. درې کاله کېږي چې په تهران کې یم. د ایران د حکومت چلند له کډوالو سره په‌‌دې وروستیو کې ډېر سخت شوی، هره ورځ زرګونه افغانان بېرته لېږي."

تر دې مخکې، د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو دفتر مشر ویلي و چې، هره ورځ له دوغارون پولې څخه تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان له‌‌دې هېواده ايستل کېږي.

ایراني چارواکو وړاندوینه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه به له ایران څخه شاوخوا دوه میلیونه بې‌اسناد افغانان اخراج کړي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د راپور له‌‌مخې، دا مهال په ایران کې ۸.۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG