د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوبه ۷۸ کاله پوره شول؛ افغانان په دې سازمان کې د افغانستان حضور مهم بولي


 افغانستان له نن څخه ۷۸ کااه وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړ. د ملګرو ملتونو منشور ته د افغانستان د غړیتوب سند د افغان استازي عبدالحسین عزیز له‌خوا لاسلیک شو.
افغانستان له نن څخه ۷۸ کااه وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړ. د ملګرو ملتونو منشور ته د افغانستان د غړیتوب سند د افغان استازي عبدالحسین عزیز له‌خوا لاسلیک شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوبه ۷۸ کاله پوره شول.

له ملګرو ملتونو سره د افغانستان له یوځای کېدو نږدې اته لسیزې واوښتې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما افغانستان د نړیوالې ټولنې ویاړلی غړی یاد کړی، ویلي چې په وروستیو کلونو کې د دغه سازمان فعالیتونه له افغانانو سره د پایښتې سولې په رامنځته کولو او دوامدار پرمختګ متمرکز دي.

یوناما نن سه‌شنبه په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په دې اړه لیکلي چې افغانستان له نن څخه ۷۸ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو منشور ته د افغانستان د غړیتوب سند د افغان استازي عبدالحسین عزیز له‌خوا لاسلیک شو.

یو شمېر افغانان په افغانستان د ملګرو ملتونو حضور مهم بولي او وایي چې دغه سازمان دې په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې په بشري برخه کې د افغانانو د ژوند د ثبات په برخه کې پاملرنه زیاته کړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ

د کندهار ولایت اوسېدونکي ۵۰ کلن عبدالغفار کاکړ او د ننګرهار اوسېدونکي ۳۵ کلن محمدالله په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

کاکړ وویل: "موږ ټول افغانان دې د سولې په یوه ټغر راټول کړي او په افغانستان کې دایمي سوله رامنځته کړي، د دوی د وس وړ خبره ده."

محمدالله وايي: "په بشري برخه کې دې ډېرې مرستې وکړي، ځکه فعلاً خلک اوس ډېر دغو مرستو ته ضرورت لري، تر اوسه یې دا مرستې کفایت نه کوي."

د کابل ښار اوسېدونکې لېمه امیري بیا وايي چې ملګري ملتونه باید د طالبانو د حکومت له‌خوا پر نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو ته پام وکړي.

امیري وايي: له ملګرو ملتونو زموږ افغان ښځو غوښتنه دا ده چې د زموږ د ژوند (بدلون) لپاره دې پر طالبانو فشارونه راولي.

امیري وویل: "د طالبانو په حکومت کې د ښځو ژوند ورځ په ورځ خرابېږي ورځ په ورځ یې حقونه نور هم نقضېږي، له ملګرو ملتونو زموږ افغان ښځو غوښتنه دا ده چې د زموږ د ژوند (بدلون) لپاره دې پر طالبانو فشارونه راولي."

خو په لندن کې د افغانستان پخواني ډیپلومات عزیزالدین معارج ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو ونډه او حضور به د افغانستان هغه مهال موثره وي چې په هېواد دننه حکومت او چارواکي یې د ښو پالیسو په لرلو دغه سازمان قانع کړای شي.

معارج وویل: "ملګري ملتونه د یو نړیوال او باوري حقوقي سازمان په توګه په ټولو هېوادونو خصوصاً افغانستان کې اغېزې لري، خو دا د افغانستان د چارواکو او حکومتونو پورې اړه لرله او لري چې څنګه کولای شي د خپل هېواد په ګټه د دوی له موازینو او مرستو او دغه منشور ته ګټه پورته کړي."

د یادونې ده چې ملګري ملتونه له ۱۹۴۹م کال راهیسې په افغانستان کې حضور لري.

خو په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲م کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو چې د فعاليت موده يې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کېږي.

د یوناما نښان
د یوناما نښان

د دې ماموریت هدف په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د یوه جامع او ټولشموله سیاسي پروسې پر اهمیت ټینګار دی، هغه څه چې د ډیری افغانانو په باور نه دی ترلاسه شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG