د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

ځینې موسسې: په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته د ماینپاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول شوی


ارشیف: په افغانستان کې یو ماین پاک د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکوالي پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو ماین پاک د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکوالي پر مهال

په افغانستان کې د ماینپاکۍ ځینې موسسې وايي، له سیاسي تحولاتو وروسته د ماینپاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول شوی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان په میلیونونو کسان د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو له مستقیم او غیرمستقیم خطر سره مخامخ دي، په دغه هېواد کې د ماینپاکۍ د چارو تمویل د پخوا پر تله ۷۰ فیصده کم شوی دی.

په دغه هېواد کې د ماینپاکۍ ځینې موسسې وايي، عمده علت له تازه سیاسي تحولاتو وروسته له افغانستانه سره د نړیوالې ټولنې د چلند او سیاست بدلېدل دي.

د "ایم‌ډي‌سي MDC موسسې مشر شهاب حکیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ماینونو د چارو ځنډېدو د ملیونونو کسانو خوندیتوب ته خطر پېښ کړی دی.

د ایم‌ډي‌سي موسسې مشر شهاب حکیمي
د ایم‌ډي‌سي موسسې مشر شهاب حکیمي

حکیمي وویل: "دا مهال شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومترمربع ساحه په ماینونو ککړه ده چې ۴۲۳۳ کلي په کې شامل دي. له دې ساحې ۳ اعشاریه ۴ میلیونه وګړي په مستقیم او ۳ اعشاریه ۸ ملیونه وګړي په غیرمستقیم ډول زیانمن دي. دا ساحې په ۲۶۶ ولسوالیو کې دي. د ماینپاکۍ چارو سکټور لږ تمویلېږي. علت یې په افغانستان کې سیاسي بدلونونه دي، په ځانګړي له ۲۰۲۱م کال وروسته. په وروستیو دوو کلونو کې د ماینپاکۍ چارو تمویل ۷۰ فیصده کم شوی دی. د ماینپاکۍ مسلکي پرسونل ۱۵،۰۰۰ کسان وو چې اوس د پیسو د نشتوالي له کبله یوازې ۳۰۰۰ کسان کار ته ځي، پاتې نور پر کور ناست دي."

راپورونه وایي، تر اوسه په افغانستان کې د ماینپاکۍ له پروګرامونو سره د مالي مرستو چارې د ملګرو د سازمان له خوا تنظیمېدلې.

د "ایم‌ډي‌سي" په نوم د ماینپاکۍ موسسه وايي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودنې په افغانستان کې هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکی تاج محمد وایي، ۱۲ کلن زوی یې د ماین چاودنه کې قرباني شوی دی.

هغه وویل: "په ماین چاودنه کې زما زوی شهید شو، د همدې روژې ۲۱مه ورځ وه چې زوی مې د کلي یو بل ماشوم سره غره ته مال بېولی و، هلته ماینونه ډېر دي، دوی له ناپوهۍ نه دا ماین رااخیستی و، لکه چې په ډبره یې موښلی و چې پرې الوتی و، هغه بل ماشوم به ترې کوم ۵ متره لیرې و چې هغه ټپي شو."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د جولای پر ۲۱مه پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي وو، په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه وګړي د ماینونو او له جګړو د پاتې ناچاوده مهماتو له امله له زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.

ارشیف: په افغانستان کې ناچاوده ماینونو د چاودنو له کبله یو شمېر معلول شوي کسان
ارشیف: په افغانستان کې ناچاوده ماینونو د چاودنو له کبله یو شمېر معلول شوي کسان

اوچا په روان ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د ماینونو او له جګړو د پاتې ناچاوده مهماتو د چاودنو د قربانیانو او د نورو ماینونو د شنډولو لپاره د مرستو د کمښت خبره کړې ده.

اوچا ویلي، د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ تر جون میاشتې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله یې د ۲۹۲ ملکیانو مرګ‌ژوبله ثبت کړې چې ۸۸ سلنه یې ماشومان دي.

دې ادارې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله تر ټولو ډېر زیانګالي ولایتونه کابل، هرات، ننګرهار، غزني او کندهار بللي دي.

اوس هم وخت ناوخت د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د ماینونو او ناچاوده مهماتو په چاودنو کې د خلکو د مرګ ژوبلې خبرونه رارسېږي.

که څه هم په افغانستان کې اوس د جګړو شدت کم شوی، خو د روسانو د یرغل او د تېرو شلو کلونو پر مهال د ځای پر ځای شویو ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د چاودنو خطر ختم شوی نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG