"داسې احساس مې کاوه چې زندان کې یم."
له اتو کلونو تېرولو وروسته ۲۴ کلن زکی الله مجیدی د سربیا د پرېښودلو پریکړه وکړه.
هغه ته چې د کډوال په توګه د غلته د اوسیدو کوم موقتي سند ورکړل شوی و، د هغې پر بنسټ یې پاسپورټ نه شو ترلاسه کولی.
هغه دې او نورو هغو ستونزو چې ورسره مخ و، اړ یې کړ چې د اروپايي ټولنې په کوم بل هېواد کې د خوندیتوب او ښه ژوند لټون وکړي.
"مبارزه مې وکړه؛ ما له هیچا مرسته ونه غوښتله او غوښتل مې چې په سربیا کې پاتې شم. خو هر څوک چې ګوري ته مهاجر یې، په ځانګړې توګه افغان، عراقي یا ایراني، نو ستونزه ګوري."
کله چې هغه په ۲۰۱۶ کې د کډوالو د څپې په اوج کې سربیا ته ورسید ۱۶ کلن و او په شپږ ژبو یې خبرې کولی شوې.
بلګراد ته نږدې د کډوالو په یو کمپ کې یې سربیايي ژبه هم زده کړه.
نوموړي د کډوالو لپاره په دې هېواد کې د دولتي کمیشنرۍ سره د ژباړونکي په توګه رضاکارانه مرسته کوله او په ۲۰۱۹ کال کې یې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM ) سره کار ترلاسه کړ.
په کمپونو کې له میشتو خلکو نیولې تر نړیوالو فعالانو او خبریالانو پور ډیرو هغه د زکي په نوم پیژنده
زکی الله مجیدی د کډوالۍ د نړیوال سازمان په کنفرانس کې، نوموړې ددې ادارې لپاره د ژباړونکی په توګه کار کاوه، بیلګراد، ۲۰۲۳.
'غوښتل مې چې پاتې شم'
هغه د طالبانو تر ګواښ لاندې د جنګ ځپلی افغانستان څخه سربیا ته د یو بې سرپرسته کوچني په توګه راغلی و.
"کله چې راغلم، لومړی مې هڅه کوله لکه د نورو په څېر مخکې ولاړ شم، خو ونه توانېدم."
زکي د هغو زرګونو خلکو له ډلې و چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د سربیا له لارې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته تلل.
هغوی چې هغه مهال یې په سملاسي توګه د اروپايي ټولنې د پولو په لور سفر ته ادامه ورنه کړه، په سربیا کې بند پاتې شول او دغلته ددې هېواد د کډوالو د کمیشنرۍ له خوا د کډوالو په کمپونو کې ځای پر ځای شول.
زکي د کرنیاچا په نوم بلګراد ته نژدې د کډوالو په یو پنډغالي کې دیره شو او دغلته یې درې کلونه تېر کړل .
"د وخت په تېریدو پوه شوم چې غواړم دلته و اوسم او د خپل او نورو هېوادونو له خلکو سره مرسته وکړم، ځکه ومې ولیدل چې دوی د ژباړونکي د نشتوالي له امله څومره ستونزې لري. ما ۲۴ ساعته کار کاوه؛ کمیشنرۍ به هر وخت چې ژباړې ته اړتیا وه، راته زنګ وهه"
زکي سربېره پر دې چې په اتو ژبو خبرې کوي، هغه تصویر حافظه لري.
"زه په پاکستان کې زېږېدلی یم؛ هلته مې پښتو او اردو ژبې زده کړې. په افغانستان کې مې په ښوونځي کې خپله مورنۍ ژبه، دري، زده کړه. فارسي مې په ایران کې زده کړه، هندي او نیپالي مې د فلمونو له لارې زده کړې. سربي او انګلیسي مې په سربیا کې زده کړې. "
هغه په ۲۰۱۸ کال کې په سربیا کې د پناه غوښتنه وکړه، خو بشپړه خو د پناه غوښتنه یې ونه منل شوه.
د دې پر ځای، یو کال وروسته، هغه ته موقتي خوندیتوب ورکړل شو.
موقتي خوندیتوب څه دی؟
د سربیا د پناه قانون له مخې، دا ډول محافظت هغه خلکو ته ورکول کېږي چې که خپل هېواد ته ستانه شي، د "جدي بې عدالتۍ له ګاللو" سره مخ کېږي خو د بشپړې پناه عوښتنې شرایط نه پوره کوي.
پناه بیا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې "په خپل هېواد کې د توکم، جنس، ژبې، مذهب، مليت، ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي نظر له امله د تعقیب وېره لري."
مدافع وکیله نیکولا کوواچیوېڅ چې په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو استازولي کوي وايي " زکي ته باید پناه ورکړل شوی وای، ځکه د هغه د اصلي هېواد پرېښودو دلیلونه، یعنې د طالبانو لخوا تعقیب، د دې مصونیت لپاره کافي دي. خو د سیستم له نیمګړتیاوو یوه دا ده چې کډوال ډېر ځله د دې پر ځای لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کوي"
په سربیا کې، زکي د استوګنې، زده کړې، کار او روغتیايي خدمتونو حق ترلاسه کړ، خو پاسپورټ یې نه شو ترلاسه کولی ځکه چې د پاسپورټ غوښتنه یوازې هغه کسان چې بشپړه پناه ورکړل شوي وي کولی شي.
لومړی کار او د کور لټون
کله چې زکي په ۲۰۱۹ کال کې لنډمهال مصونیت یا په سربیا کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړه ، مجبور و چې له کمپ څخه ووځي او کور ومومي.
هماغه وخت یې د پیسو ګټه وټه هم پیل کړه .
"نیټې مې په یاد دي، ځکه دا زما د ژوند تر ټولو مهمې ورځې وې. دا د ۲۰۱۹ جون و چې له IOM (د مهاجرت نړیوال سازمان) څخه راته زنګ راغی او وپوښتل شوم چې ایا کار کول غواړم. له دې مخکې مې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره وخت په وخت د ژباړونکي په توګه کار کاوه."
زکي باید د سربیا شمال کې د هنګري سرحد ته نږدې ښار، سووبتېڅا ته کډه شوی وای، چېرې چې د ژباړونکي دنده ورکړل شوې وه.
"نه پوهېدم چې شیان څنګه کار کوي ځکه په کمپ کې مې ډېر وخت تېر کړی و او باید زده کړي مې وی چې له هغه بهر څنګه ژوند وکړم."
' همدا چې پوه شي ته کډوال یې، ستونزې پیلیږي '
ذکي زیاته کړه، ستونزې له همدې سره پیل شوې او اړ شو چې په یوه میاشت کې په سووبتېڅا کې څلور کورونه بدل کړي.
"کور ته به ورکډه شوم ، خو دوه ورځې وروسته به راته ویل شول - وبښئ، ته باید ووځې؛ موږ به له پولیسو سره ستونزه ولرو. کله چې وګوري ته کډوال یې که ما هر څومره ورته ویل چې زه د تاسو هېواد کې قانوني ژوند کوم، نه یې منله . "
شپږ میاشتې وروسته له هغې چې کور یې وموند، زکي بیا مجبور شو چې کډه وکړي.
هغه بیرته بلګراد ته راستون شو، هماغه کرنیاچا کمپ ته، خو دا ځل یې د مهاجرت نړیوال سازمان لپاره د ژباړونکي په توګه کار کاوه.
"بیا مې هر څه له سره پیل کړل. له یوې میاشتې زیات مې هڅه کوله چې کرايي اپارتمان ومومم. کله به یې چې واورېدل چې زه د افغانستان یم، کور یې په کرایه نه راکوه. خو که د اوکراین یا روسیې وای په اسانه مې کرايي اپارتمان موندلی شوی، خو له بدمرغه زه سپین پوستی نه وم. "
زکي وايي وروسته ورسره د کور په لټون کې یو سربستاني همکار مرسته وکړه.
"هغه د کور له څښتن سره خبرې وکړې او ورته یې تشریح کړه چې زه به ورته په سرخوږي نه بدلیږم. باید یو څوک وی چې زما ضمانت یې کړی وی. زه بختور وم چې سربي همکاران مې درلودل خو هغه څوک چې په سربیا کې ملګري او همکاران نه لري، او داسې څوک نه وي چې مرسته ورسره وکړي، هغه څه به کوي؟"
له پولیسو سره مخامخ کېدل
زکي وايي د سربیا ډېری خلک نه پوهېږي د "لنډه مهاله خوندیتوب" په نوم چې د استوګنې کومه اجازه ورکول کیږي هغه څه دي او هغه اسناد نه پېژني چې ددې اجازې لرونکي کډوالو ته ورکول کیږي.
"حتی پولیس هم نه پوهېږي. دوی تا نیم ساعت په کوڅه کې دروي، هر څوک درته ګوري لکه کوم مجرم یې چې نیولی وي. خو زه له دې سره عادت شوی یم، او هر ځل یې ورته تشریح کوم چې دا پیژندپاڼه ده او زه دلته قانوني استوګن یم."
د هغو کسانو لپاره چې لنډمهاله خوندیتوب ورکړل شوی وي د پیژندپاڼې سند ، د سربیا د کورنیو چارو وزارت د پناه دفتر لخوا صادریږي.
په دې سند کې په یو پلاستیکي کاغذ باندې، له عکس سره، نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه او ځای په لاس لیکل شوي دي.
د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه بیا دا ډول کسانو ته بایومیټریک اسناد ورکوي.
د اپریل په میاشت کې، د سربیا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې دوی به د دوی کار کوي څو د هغو پیژند پاڼو کیفیت او بڼه بهتره کړي چې د لنډمهاله خوندیتوب د جواز لرونکو کډوالو ته یې ورکوي.
زکي وایي چې ددې پیژند پاڼې له امله یې په ټولو ادارو کې ستونزې لرلې.
"حتی په بانک کې به یې زه منتظر ساتلم څو د منیجر سره خبرې وکړي چې ماته راکړل شوې د کډوالۍ پیژند پاڼه څه معنی لري او ایا د اعتبار وړ ده کنه. خو زه پوهیدم هغوی ملامت نه وو، ځکه هغوی هېڅوک له دې سره نه دي لیدلي او چا یې ورته تشریح نه ده کړې."
'لکه په زندان کې'
هغه وايي تر ټولو لویه ستونزه یې د پاسپورټ نه درلودل وو. لکه د خپل هېواد ډېرو نورو کډوالو په څېر، هغه هم پرته له افغاني اسنادو سربیا ته راغلی و.
"ما هېڅکله احساس نه کاوه چې زه په سربیا کې ازاد یم. ما کار کوه، عواید مې لرل، له دولت مې مرسته نه غوښته ، خو ما پاسپورټ نه درلود او دا حق مې نه درلود چې زه د بحر څنګ ته په رخصتۍ ولاړ شم.
حتی له خپلو دوستانو سره بوسنیا یا مونټینګرو ته نه شوم تللی. نو څوک غواړي چې داسې ژوند وکړي. "
هغه وايي چې نورې ستونزې هم وې او بالاخره یې د ۲۰۲۴ کال په سیپټمبر کې پریکړه وکړه چې " نور بس دی "
"پوه شوم چې باید خپل ژوند بدل کړم، او یوازینی لاره دا وه چې ولاړ شم."
کله چې له ذکي وپوښتل شول چې څنګه پرته له پاسپورټ څخه له سربیا ووت؟ هغه ځواب ورکړ:
"تاسو جدي دا پوښتنه کوئ؟ قاچاقبران، پیسې ورکول، ځنګلونه او نورې ټولې لارې. دا خو اوس ټولو ته معلومې خبرې دي."
وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کې د غیرې قانوني کډوالۍ لپاره د بالکان لاره وتړل شوه، او د اروپایي ټولنې له پولو اغزن تارونه تاوو شول، هغه خلک چې په لاره کې دي لا هم د قاچاقبرو په مرسته له سربیا څخه د مرګ او ژوند ترمنځ په خطرناکو لارو تیریږي.
خو زکي وايي " زه ښه یم، را ورسیدم. "
هغه افغانستان ته نه ستنېږي
زکي چې کله له خپلې خور سره له افغانستانه سربیا ته روان شو، ۱۵ کلن و. هغه وايي هغه وخت اړ و چې باید په خپله سیمه کې د وسلوالو سره وسله واخلي. " ما هغه وخت وویل چې دا بهتره ده چې په بل ځای کې یم تر دې چې ووژل شم یا په خپل هېواد کې څوک ووژنم."
اوس، وایي، په افغانستان کې وضیعت تر هغې بدتره دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، پر افغانستان بیرته طالبان واکمن شول چې د خلکو ډیرې فردي ازادۍ یې محدودې کړي، نجونې یې له زده کړو او ښځې یې د کار کولو منعه کړي. د بشري حقونو ګڼې ادارې باور لري چې دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ سرغړاوي روان دي.
"کله چې روانېدم، لا هم دولت موجود و. امریکایان او نور اروپایي هېوادونه هلته وو. په بل اړخ کې طالبان او نورې ترهګرې ډلې وې چې کورونو ته ورتلل او له خلکو یې د دولت او نړیوالو ځواکونو پر ضد د جګړې لپاره زامن غوښتل. "
' هغه څه چې موږ وګالل، هیچا ته یې نه غواړم '
زکي درې میاشتې سفر وکړ څو سربیا ته ورسیږې.
"له افغانستانه ایران ته واوښتو، خو هغوی ونیولو او بیرته یې راوګرځولو. هلته په سرحد کې له دې ویرې چې طالبانو مو ونه نیسي، سملاسي بیا د ایران ته ور واوښتو او وتوانیدو چې له پولې تیر شو. له ایران څخه بیا ترکیې ته ولاړو، او له ترکیې بلغاریا ته."
د نوموړي په وینا دوی د بلغاریا په یو تړلي کمپ کې د دوو اونیو لپاره پاتې شول، خو کله چې یو داسې کمپ ته انتقال شول چې تری وتلی شول نو د سربیا په لورې یې مخه کړه.
"دوه ځله مو هڅه وکړه، او دریم ځل وتوانېدو چې ( سربیا) ننوځو. په سربیا کې شاوخوا اووه ورځې پرته له اوبو، خوړو، بې له هېڅ شي وګرځېدو. تر نن پورې مې په یاد دي چې د سفر په پای کې مو څه وخوړل، څه مو وڅښل. هغه څه چې موږ وګالل هیچا ته یې نه غواړم."
په سربیا کې د زکي او خور سره یې دومره پیسې نه وې چې دواړه پرې د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو په لور سفر ته دوام ورکړي.
"خور ته مې وویل چې ولاړه شه، او زه به پاتې شم تر څو پیسې پیدا کړو."
بلګراد ته نږدې د کرنیاچا کمپ هغه مهال د کډوالو لپاره د سربیا د نورو کمپونو په څېر له کډوالو ډک و.
"هغه وخت بحران و. د کمپ ظرفیت ۷۰۰ کسان وو، او موږ له یو نیم زرو هم زیات وو. اووه میاشتې پر ځمکه ویده کېدم. د ملا ستونزه راته پیدا شو، میاشتې میاشتې په لاره نه شوم تللی. "
هر څه له سره
خور یې په ۲۰۱۶ کال کې وتوانېده چې د اروپایي ټولنې یو غړي هېواد ته ورسېږي.
د زکي په وینا له یوه کال وروسته یې خور د سفر کولو اسناد او " ریښتینې پیژندپاڼه " ترلاسه کړل.
"تصور وکړئ که زه هم هغه وخت تللی وی. ژبه به مې زده کړې وی، اسناد به مې ترلاسه کړي وی ، یو کار او او ښه ژوند به مې جوړ کړي وی. اوس باید هر څه له سره پیل کړم. پوهېږئ چې دا څومره وخت راڅخه اخلي؟ لږ تر لږه زما د ژوند درې څلور کلونه. "
مدافع وکیله نیکولا کوواچیوېڅ وايي د زکي کیسه د ډېرو هغو وړتیا لرونکو خلکو کیسه ده چې له دې لارې تیر شوي خو موږ له لاسه ورکړي:
"دا حقیقت چې ( د سربیا ) سیستم نه شي کولی دوی ( کډوالو) ته باعزته ژوند برابر کړي، د دې ثبوت دی چې سربیا د دې خلکو د ادغام او پیاوړتیا لپاره هېڅ نه دي کړي. خو هغوی چې فوق العاده استعدادونه لري، هر ځای چې ولاړ شي بریالي به وي. زکي په اصل کې له هغو کسانو څخه و، خو موږ وتوانېدو چې حتی هغه هم له لاسه ورکړو."
د سربیا د کډوالو کمیشنرۍ او ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت، د پناه ورکولو د شرایطو او د پناه غوښتونکو لپاره د ملاتړ برابرولو په اړه د ازادې اروپا د راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د ۱۶ کلونو راهېسې ، چې په سربیا کې د پناه ورکولو سیستم موجود دی، یوازې څه د پاسه ۲۵۰ کسانو ته دا پناه ورکړل شوې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې شا او خوا ۱۶۸ کسانو په سربیا کې د پناه غوښتنه کړې، او شپږو تنو ته دا پناه ورکړل شوې ده."
د کډوالو د حقونو مدافع وکیله کوواچیوېڅ وايي :
"دا پناه ترلاسه کول ستونزمن دي ځکه ددې پناه لپاره د شرایطو د پوره کولو کچه ډېره لوړه ټاکل شوې ده. له کډوالو غوښتل کېږي چې بې له کوم شک څخه ثابته کړي چې دوی د تعقیب سره مخ شوي، په داسې حال کې چې نړیوال معیار دا دی چې هغوی باید د دې احتمال ثابته کړي چې که خپل هېواد ته ستانه شي، نو څه ناوړه حالاتو سره به مخ شي. خو زموږ سره هر څه برعکس دي"
زکي وایي "هیڅوک باور نه شي کولی چې څومره مې غوښتل په سربیا کې پاتې شم."
"نه یوازې دا چې خپلو خلکو سره مرسته وکړم، بلکې هر هغه چا سره چې اړتیا لري. خو که تاسو ماته ازادي نه راکوئ، نه شم کولی."
زکي په سربیا کې د استوګنې پر مهال یو د افغانستان د ژوند او د کډوالۍ سفر په اړه، او همدارنګه په سربیا کې د ژوند په اړه دوه کتابونه لیکلي دي.