د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

افغانستان ته يوشمېر راستانه شوي کډوال: سرپناه نه‌لرو


په ارزګان کې د افغان کډوالو خېمې. دوی له پاکستانه ستانه شوي دي.
په ارزګان کې د افغان کډوالو خېمې. دوی له پاکستانه ستانه شوي دي.

له پاکستان او ایرانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه د نشتوالي له کبله له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو د لړۍ له چټکېدو سره هممهاله یو شمېر ستانه شوي کډوال وايي، د سرپناه نشتوالي له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د لغمان ولایت اوسېدونکی محمد رفیع وايي، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې له پاکستانه کورنۍ سره راستون شوی او له هڅو سره سره یې هم د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه دی پیدا کړی.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له راتګ وروسته مې ډېر په مشکل یو نیمه ویجاړ کور پیدا کړ، یوه کوټه لري او نور هېڅ ډول امکانات نه لري، ژمی او سختې ورځې راروانې دي٬ له اړونده بنسټونو غواړو چې موږ ته د ژوند امکانات برابر کړي، ځکه چې ډېر په مشکل ژوند مخ ته بیایو."

د هرات ولایت اوسېدونکې سعیده، چې تازه له ایرانه ستنه شوې، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مېړه مې سپین ږیری دی اولادونه مې واړه دي، هېڅ نه لرم، هر څه مې په ایران کې پاتې شول، موږ یې رد مرز کړو، ټول کډوال له ستونزو سره مخ دي، ژمی راغی، کافي خوراکي توکي او کالي نه لرو، کور او سرپناه نه لرو، تاسو باید له ما سره مرسته وکړئ."

د کډوالۍ نړيوال سازمان ويلي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې په اوسط ډول په میاشت کې ۲۳ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان ويلي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې په اوسط ډول په میاشت کې ۲۳ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راستانه شوي کډوال وايي، مرسته کوونکي بنسټونه باید له ځنډ پرته ورسره د سرپناه په چمتو کولو کې مرستې وکړي.

"دا چې هوا مخ پر سړېدو ده او ژمی تقریبا راورسېد، اوس له تخنیکي اړخه د کورنو جوړول تر ژمي امکان نه لري
انجينر سخي عارف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د طالبانو د ښار جوړونې او استوګنې وزارت ویلي٬ په پام کې لري چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته په ۴۶ ښارګوټو کې ځمکې وویشي.

د روان کال د زمري د میاشې په ۱۵مه د طالبانو حکومت د ښار جوړونې او استوګنې وزارت سرپرست احمدالله نعماني د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه وزارت د ثبات او د اسکان د دایمي کمېټې له تصویب وروسته به کډوالو ته ځمکې وویشل شي.

په افغانستان کې د راستونو شویو کډوالو لپاره د کورونو او سرپناه د ستونزې د هواري په اړه د ودانیزو چارو انجنیر سخي عارف ازادي راډیو ته وویل: "دا چې هوا مخ پر سړېدو ده او ژمی تقریبا راورسېد، اوس له تخنیکي اړخه د کورنو جوړول تر ژمي امکان نه لري، دا ډول پروژې کم تر کمه یو کال وخت نیسي، زه فکر کوم په لنډ مهال کې د دغه ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ مرسته کولای شي، ځکه هغوی په ۲۰۲۱م کې له امو سیند اخوا د کډوالو لپاره له داسې اماده کورونو چې خېمو ته ورته و، خو د ګرمۍ او یخنۍ په مقابل کې یې مقاومت درلود او له ښو موادو په کې استفاده شوې کارولي وو، دا یو تګلاره ده چې ترې استفاده کېدای شي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا چې د یو این ایچ سي آر په ګډون د ملګري ملتونو د ټولو بنسټونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو په اړه وخت ناوخت معلومات وړاندې کوي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د سرپناه او کورونو د نشتوالی په اړه د راستانه شویو اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د روان کال د جولاۍ دوهمه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴م کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مې د میاشتې تر پایه پورې شاوخوا ۵۹۵زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تېر ۲۰۲۳م کال د همدې مودې پرتله د ستنېدونکو افغانانو په شمېر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG