د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

فایق: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو وضعیت ته په ځانګړې توګه په ایران پاکستان کې پام وکړي.

له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د زیاتوالي او ګړندي کېدو په اړه له اندېښنو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د نومبر په ۸مه د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وینا کې چې متن یې په خپله ایکس پاڼه هم خپور کړی، د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې یاد هېوادونو کې دې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي.

نوموړي ویلي چې د کډوالو کوربه هېوادونو ته باید زیاته سهمیه ورکړل شي او افغان کډوال دې بېرته هغه ځای ته نه ستنول کېږي چېرې چې د ده په وینا امنیت یې ګواښل کېږي.

فایق دغه شان په یادو هېوادونو کې زده کړو او روغتیایي اسانتیاوو ته افغان کډوالو ته د زمینې برابرولو لپاره هم د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

بلخوا په ګاونډیو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، له کړوانو ډک ژوند تېروي.

د ښځو د حقونو فعاله او افغانه کډواله صنم کبیري چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "له بده مرغه وضعیت بل ډول دی، پام نه کېږي، هغه اسناد هم چې ورکوي د باور وړ نه دي، موږ ان له سیمکارته کار نه شو اخیستی، هغه ګرځنده تلیفونونه چې موږ سره دي هر کال یې باید د کارونې لپاره پیسې ورکړو، زموږ ماشومانو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي، د کار کولو حق نه لرو، هر کله چې پولیس د نیولو بهیر پیلوي په کور کې مو مشران او کشران ټول یو بد روحي حال سره مخ کېږي."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، له تېر یو کال راهیسې چې پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، له دغه هېواده کابو اوه سوه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

بلخوا په ایران کې هم یو شمېر افغانان له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکېدو له امله اندېښن دي.

په ایران کې مېشت د د جلاوطني افغان خبریالانو د فدراسیون مسوول امېد پویا ازادي راډیو ته وویل: "جبري ویستل ورځ بلې ته په زیاتېدو دي، زه ډېر اندېښمن یم، زه نه شم کولای تر بیرون کوم ځای ولاړ شم او څه واخلم، ځکه چې یو خو د بانکي کارتونو ستونزه ده او بله ستونزه د سیمکارت ده، که پولیس موږ نیسي او ډیپورت مو کړي، موږ نه شو کولای چاته احوال ورکړو، په نانوایانو کې له کارت پرته ډوډۍ نه شو اخیستلی، کار کوو خو نه پوهېږو چې په دې د کور کرایه ورکړو، ډوډۍ واخلو که جامې؟دا په داسې حال کې ده چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د جمعې په ورځ د نادر یار احمدي په حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول په روان کال کې د دوی له مهمو پروګرامونو دي.

دغه خبری آژانس په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنیو وګړو د عمومي مدیر حسین شرافت راد له قوله هم ویلي چې هره ورځ درې زره بې اسناده افغان کډوال چې له ټول ایران څخه نیول کېږي د دوغارون له لارې افغانستان ته ستنېږي.

یادو ایراني چارواکي زیاته کړې کوم افغانان چې په قانوني توګه دغه هېواد ته ورځي هغوی ته به د تېر په څېر خدومتونه وړاندې کوي.

خو له ایران افغانستان ته تازه ستون کړل شوی کډوال نسیم وایي چې د اسناد لرلو سربېره بیا هم له دغه هېواده شړل شوی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل: "موږ یې تهران کې ونیولو، اسناد لرو، د وزرشي بیمې اسناد، د بانک کارت، سیمکارت، هغه شنې پاڼې(اسناد) مو چې درلودل هغه یې رانه واخیستې، موږ یې په پوځي کمپ کې له خوړو او اوبو پرته ساتلي وو او ویې وهلو."

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر چټکېدل داسې مهال دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو، پخوانیو سرتېرو، د ښځو د حقونو، د بشري حقونو او مدني ټولنې د فعالانو په ګډون په زرګونو افغانان چې په دغه هېواد کې یې ځانونو ته د ګواښ احساس کاوه، اروپايي هېوادونو او امريکا، کاناډا او استراليا ته د تلو لپاره د خپاو کېسونو د مخته وړولو په خاطر دغو هېوادونو کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG