د رسنیز او اطلاعاتي سواد نړیواله اونۍ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او اطلاعاتو ته پر لاسرسي کړۍ تنګه شوې ده.
په کابل کې د یوې مظاهرې پر مهال له خبریالانو سره د طالب سرتېرو د اخ او ډب یوه صحنه، چې یوه بهرنۍ خبریاله خپل همکار له طالب سرتېري ژغوري او هغه ته وایي چې دا ژورنالیست دی، خو دغه سرتېری ګزار پرې کوي او سپکې سپورې ورته وایي.
په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی کومه نوې خبره نه ده، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ازادو رسنیو، خبریالانو او بیان پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لسګونه خبریالان او رسنیز فعالان نیولي، توقیف کړي او په ځینو حالاتو کې یې د محاکمو له خوا په بند محکوم شوي دي.
په افغانستان کې دننه خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه په احتیاط په دې برخه کې تبصره کوي او په زغرده نه شي کولای چې د طالبانو د حکومت تګلارې وننګوي.
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ وايي، د طالبانو حکومت د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو شمېر ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دې ډګر کې یو شمېر ستونزې شته چې هغه د ده په ټکو یو شمېر پرمختللو او ډیموکراتو هېوادونو کې هم محسوسېږي.
ویاړ وايي: یو کار چې مونږ تاکید پرې لرو، هغه د قوانینو رامنځته کول او د مکلفیتونو معلومول دي چې رسنۍ او خبریال څه مکلفیت لري او حکومت د رسنیو او خبریالانو په وړاندې څه مکلفیت لري، دا باید روښانه شي.
ویاړ وویل: "نظر تېرو دوو کلونو ته د بیان ازادي او خصوصاً د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې پرمختګونه ښه وو، مثبت پرمختګونه شوي، خصوصاً د رسنیزو تخطیو او شکایتونو کمېسیون رامنځته کېدل، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رامنځته کول، که څه هم مونږ تاکید پر کمېسیون درلود او لرو یې. یو کار چې مونږ تاکید پرې لرو، هغه د قوانینو رامنځته کول او د مکلفیتونو معلومول دي چې رسنۍ او خبریال څه مکلفیت لري او حکومت د رسنیو او خبریالانو په وړاندې څه مکلفیت لري، دا باید روښانه شي."
په افغانستان کې رسنیو، په ځانګړې توګه تصویري هغو ته یو نوی سرخوږی، د زیروح یا ژوندیو موجوداتو پر تصویر او فلم اخیستو بندیز دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپل قانون په ۱۷مه ماده کې چې د تيرې اګست میاشتې په ۱۷نافذ او رسمي جریده کې خپور شو، د ژوندیو موجوداتو انځور او فلم اخیستل منع کړل.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، دوی هڅه کوي چې دغه بندیز په تدریجي ډول عملي کړي او تر دې شېبې په ننګرهار، تخار، خوست، کندهار، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې خبریالان عملاً یو شمېر غونډو ته د کمرو له وړلو منع شوي دي.
دې برخه کې د بېلګې په ډول د تېرې دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې یوې غونډې ته اشاره کېږي چې د ولایت ویاند عبدالمالک نیازی رسنیو ته د پوښښ بلنه ورکوي، خو ورته وایي چې کمرې دې نه راوړي.
هغه ویلي: "د امربالمعروف وزیر صاحب راغلی دی، له ولسونو او مسوولینو سره ناسته لري، البته ملګري دې کمرې نه راوړي، یوازې دې پروګرام په اډیو بڼه له ځان سره ثبت کړي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسووله سمیه وليزاده وایي، طالبان دې پر دغه بندیز له سره غور وکړي.
هغه وايي: "له بده مرغه لیدل کېږي چې د طالبانو لهخوا پهدې وروستیو د معلوماتو رسونې پر بهیر او د رسنیو پر قانوني ازادیو محدودیتونه زیات شوي، دا چې طالبانو په ځینو ولایتو کې رسنیو او خبریالانو ته لارښونه کړې چې لهدې وروسته دې فلم او تصویر نهاخلي، دا واقعاً د اندېښنې وړ ده، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغې پرېکړې د بیا غورغوښتونکی دی تر څو رسنۍ او خبریالان وکړی شي بېرته خپلې قانوني ازادي تر لاسه کړي."
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان چې مرکز یې جرمني کې دی مشر حامد عبیدي وایي، افغانستان کې د رسنیو مسوولان په مکرر ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له فشارونو سره مخامخ دي.
عبیدي ازادي راډيو ته وویل، دغه وزارت له رسنیو غواړي چې قوانین یې عملي کړي، خو په وینا یې د تلوېزیوني خپرونو په برخه کې د دغه وزارت دریځ لا ګونګ دی.
عبیدي زیاته کړه: "د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له تېرو دوه میاشتو را په دې خوا د رسنیو له مدیرانو سره منظمې جلسې درلودې. دغو جلسو کې له ټولو څخه غوښتنه شوې وه چې د امربالمعروف قانون په خپلو خپرونو کې په پام کې ونیسی او پلی یې کړي. که څه هم د تصویر موضوع څو ځله یاده شوې، په خاص ډول د تلوېزیون په برخه کې، ځکه تلوېزیون بې تصویره معنا نه لري، د امر بالمعروف ځواب تل ګونګ و او ویل یې چې ممکن تلوېزیوني خپرونې استثناتو کې راشي."
د امر بالمعروف په قانون کې په پاسپورټ او تذکره او یو شمېر نورو سندونو کې د تصویر موجودیت په استثناتو کې یاد شوی، خو تلوېزیون کې د تصویر مسئله هېڅ ذکر شوې نه ده.
په افغانستان کې پر رسنیو دغه محدودیتونه داسې مهال زیات شوي چې د اکټوبر له ۲۴مې تر ۳۱مې پورې د رسنیز او اطلاعاتي سواد نړیواله اوونۍ لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیزه او کلتوري اداره یونسکو دغه اونۍ په دې هدف لمانځي چې خلک له رسنیزو وسیلو او دې برخه کې له ډيجیټلي پرمختګونو سمه استفاده وکړي.
د دې اونۍ د لمانځلو نور اهداف په خبرو اترو کې د ولسونو ګټور ګډون، د بیان ازادي پیاوړتیا، اطلاعاتو ته لاسرسی، جنسیتي برابري سوله او تلپاتې پرمختګ دی.
د رسنیز او اطلاعاتي سواد د اوونۍ نظریه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱م کال کې په مراکش کې رامنځته شوه او یونسکو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې ولمانځله.
په بېلابېلو هېوادونو کې د دې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي پروګرامونو او غونډې ترسره کېږي او هڅه کیږي چې د نړۍ په کچه د عامو رسنیو او اطلاعاتو مهارتونه پراخ او د ټولنې بېلابېل قشرونه پر دغو وړتیاو پوه شي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په افغانستان کې پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو پر اندېښنو د طالبانو د مسوولو چارواکو نظر هم واخلي، خو د دوی ویاندویانو پوښتنې ځواب نه کړې.