د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

د ماشومانو نړیواله ورځ; افغان ماشومان له څه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؟


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

دا ورځ دا څو کاله په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي چې پراخ بشري ناورین د دغه هیواد د ماشومانو په ښوونه او روزنه او په ټوله کې ماشومتوب، سیوری غوړوړی دی. ډیری د اقتصادي ستونزو له امله د کورنیو له خوا اړ ایستل کېږي چې کار وکړي، ان یو شمیر له دې امله له زده کړو هم پاتې دي. په دې راپور کې د دغې ورځې په بهانه له یو شمیر کارګرو ماشومانو سره غېږېدلي یو، دغه شان د چارو له یو شمیر کارپوهانو سره مو هم خبرې کړي دي.


ګلپاڼه هغه چې په خبره یې د مور او پلار په غوښتنه ښوونځي ته نه ځي او ورته د یوې مړۍ، ډودۍ د پیدا کولو لپاره ژاولې خرڅوي.

دا لس کلنه ماشومه چې د کابل په بت خاک څلور لاري کې یې د ژاولو یو ګرد وهلی ډبی په لاس کې و، ازادي راډیو ته یې وویل:

" دلته مونږ ژاولې خرڅوو، یو پاکټ کې دوه روپۍ، درې روپې، پیسې مونږ سره نشته، مور او پلار مې وايي ځئ ژاولې خرڅې کړئ، پلار مې کراچۍ چلوي. "

د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت) اوسېدونکی ۱۴ بلال بیا په یو رستورانت کې شاګرد دی.

وايي د ورځې سل روپۍ ګتي او همدې باندې خپل کور چلوي، ځکه په خبره یې پلار یې سرطان ناروغي لري او کار نشي کولای او د ګور د ګټي، وټي هم بل څوک نشته:

څوک نشته چې د کور سرپرستي وکړي، نو دلته زه په رستورانت کې شاګرد یم او د ورځې سل افغانۍ ماته راکوي.

" زما پلار د سرطان ناروغ دی، زمونږ کور کې څوک نشته چې د کور سرپرستي وکړي، نو دلته زه په رستورانت کې شاګرد یم او د ورځې سل افغانۍ ماته راکوي."

تمیم بیا ۱۲ کلن دی، لاسي کراچۍ لري او د کابل د تایمنیو پروژې له بازاره د خلکو سودا د هغوی تر کورونو رسوي.

دا چې په خبره یې پلار نه لري او مور یې کور کې خیاطي کو او یوازې یوه بله له ځانه کوچني خور لري وايي، د ورځې تر څلویښت پنځوس افغانیو کار کوي:

" د ورځې څلویښت یا پنځوس روپۍ، مکتب ته ځم، له اتو تر دولسو بجو پورې، بیا راځم دلته تر نهو بجو د شپې، په کور کې د کار څوک نه لرو. "

یو شمیر کورنۍ هم وايي له ډیرې ناچارۍ د خپلو تنکیو ماشومانو لاس ته ناست دي او د هیلې بل هر ور یې پر مخ تړل شوی دی.

د کابل د کارته نو اوسېدونکې فاطمه:

" د ماشومانو پلار په کور پروت دی، ناروغه دی کار نشي کولای، همدا ماشومان دي چې ځي کار کوي، شل دیرش افغانۍ ګټي، یوه هګۍ وچه ډوډۍ راوړي خورو یې، همدوی پیسې ګټي ژوند پرې تیروو، چې دوی کار ونه کړي څه وخورو؟ "

د ماشومانو د حقونو په نړیوال کنوانسیون کې چې افغانستان هم په ۱۹۹۴ میلادي کال کې ورسره یو ځای شوی دی، پر ماشومانو کار کول بند دي.

که څه هم په افغانستان کې د ګارګرو ماشومانو په اړه دقیقې شمیرې نشته خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د تیر میلادي کال د فبروري په دولسمه د دغه سازمان یوې غونډې ته ویلي وو، چې دا مهال تر یو میلیونو ډیر افغان ماشومان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په سختو او خطرناکو کارونو بوخت دي.

د ښوونې او روزنې د برخې یو شمیر فعالین دا چې په افغانستان کې ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله د زده کړو پر ځای کارته لېږل کېږي یو لوی بشري ناورین ګڼي، چې په خبره یې ورځ بلې ته ژورېږي او جدي کېږي:

له دې ډلې فروزان امیري ازادي راډیو ته وویل:

که یو ماشوم په داسې شرایطو کې ښوونځی ته هم ولاړ شي او هغه له ننګونو ډک محیط چې انتظار یې باسي او د خپلې کورني د مالي ملاتړ په خاطر د لویانو رول لوبوي،

" د کورنیو له خوا ورته زده کړو او تعلیم زمینه نه برابرېږي، ځکه چې اقتصادي ستونزي دي او د کورنیو لومړیتوب خوراکي اړتیاوي دي، دوی خصوصي یا ان دولتي ښوونځیو ته د دوی د لېږلو زمینه نه شي برابرولی، ان که یو ماشوم په داسې شرایطو کې ښوونځی ته هم ولاړ شي او هغه له ننګونو ډک محیط چې انتظار یې باسي او د خپلې کورني د مالي ملاتړ په خاطر د لویانو رول لوبوي، نشي کولای چې په ارم ذهن زده کړې وکړي، نو دا یو ډیر لوی بشري ناورین دی چې متاسفانه په افغانستان کې ورځ په ورځ ژورېږي او جدي کېږي."

زده کړو د هر انسان اساسي حق دی، خو په افغانستان کې له تېرو څه د پاسه څلور کلونو راهیسې په ماشومتوب او ان لویوالی کې هم دا حق له نجونو اخیستل شوی دی.

له بې وزلي او اقتصادي ستونزو سر بیره، په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځی ته له تګ منع کړي دي.

له شپږم ټولګي د ډیری فارغو شویو نجونو عمر له اتلسو کلونو کم دی، کوم چې د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ ماشومان ګڼل کېږي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونسف وايي: " د ماشوم حقونه بشري حقونه دي، دا حقونه نړیوال دي او ورباندې معامله نه شي کیدای."

خو د ټولنیزو چارو فعال او مخکې په کابل کې د یو شخصي روزنتون مسوول مجیب لحاظ هم وايي، کورنۍ او هم حکومت د ماشومانو په وړاندې مسوول دي چې باید ورنه ملاتړ او پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي:

" که له یوې خوا د وخت حاکمانو او مسوولینو ته پکار ده چې د ماشومانو په خاطر ځانګړي پروګرامونه ولري او د هغوی ملاتړ وکړي له بلې خوا خپله کورنیو ته دا ډېره زیاته مهمه موضوع ده چې د خپلو ماشومانو مرسته وکړي، د هغوی د نن ورځې کمې ګټې ته ونه ګوري بلکې د هغوی ملاتړ وکړي، پاملرنه ورته وکړي او د هغوی روزنې ته توجه وکړي. "

نن د نومبر ۲۰ مه د ماشوم نړیواله ورځ ده.

دا نېټه ځکه په دې نوم نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په دې دې ورځ د ماشومانو د حقونو کنوانسیون تصویب کړی دی.

د دې ورځې له نمانځلو موخه د ماشومانو اړتیاوو، جسمي او رواني روغتیا، زده کړو، امن او خوندي چاپیرال ته پام اړونه ده.

داسې مهال چې په افغانستان کې ډیرې ماشومان له زده کړو محروم دي، جمسی او وراني روغتیا نه لري، ډیری دوی ان په خوار ځواکۍ اخته دي او خوندي چاپیرال هم ورته نشته، ان ډیر شاقه کارونه کوي او یو شمیرو سره مخکې د بېلابیلو رسنیو له خوا د زور زیاتي ان جنسی ځورونې پېښې هم راپور شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کار اوټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد جان اغا مخکې رسنیو سره په خبرو ادعا کړې وه چې دوی په مرکز او ولایتونو کې کارګرو ماشومانو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، خو د امریکا د متحده ایالاتو د کار نړیوال دفتر په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ویلي وو چې افغانستان د ماشومانو دکار د بدو بڼو د لمنځه وړولو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دې کړی.

XS
SM
MD
LG