افغان مدافع وکیل او په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې غړي، حسین حیدري له ګواښ سره مخ مدافع وکیلانو د نړیوال څارونکي بنسټ د ۲۰۲۴م کال د نړیوال څارونکي جایزه وګټله.
له ګواښونو سره مخ مدافع وکیلانو د نړیوال څارونکي بنسټ ۲۰۲۴م کال جایزه افغان مدافع وکیل او په جلا وطنۍ کې د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې غړي حسین حیدري ته ورکړل شوه.
حسین حیدري د سزا او جرم پېژندنې برخه کې ماسټري کړې ده.
دی چې له نږدې یو کال راهیسې په اسپانیا کې اوسېږي، په افغانستان کې یې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مخکې په افغانستان کې د سقوط تر وخته مدافع وکیل وم، له سقوط وروسته زندان او بیا له زندانه تر خوشې کېدو وروسته اسپانیا ته انتقال شوم."
حسین حیدري د دې جایزې له تر لاسه کولو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې دا جایزه د افغانستان د بشري حقونوفعالانو، سیاسي بندیانو، ښځو او نجونو ته ډالۍ کوي.
خو دا جایزه ولې حسین حیدري ته ورکړل شوې؟
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په اسپانیا کې له ګواښونو سره مخ د مدافع وکیلانو له نړیوال څارونکي بنسټ سره همکاري درلوده او په دې موده کې یې په کاري برخه کې څېړنیز او مستند راپورونه جوړ کړي دي.
هغه وویل: "د دې جایزې د راکړې دلیل د بشري حقونو په برخه کې زما د پخوانیو او اوسنیو فعالیتونو او همدارنګه د وکالت برخې د بیا رغولو لپاره زما کارونه وه."
حسین حیدري د لسګونو هغو افغان مدافع وکیلانو له ډلې دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا وکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه لغوه کړه.
له ګواښ سره مخ د مدافع وکیلانو نړیوال څارونکي بنسټ، چې مرکزي دفتر یې په فرانسه کې دی، یو نړیوال بنسټ دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مدافع وکیلانو له ۴۸ ټولنو جوړ شوی او د مدافع وکیلانو د بنسټونو د خپلواکۍ او له ګواښ سره مخ مدافع وکیلانو د خوندیتوب لپاره کارکوي.