د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۴

خلک او د نظر خاوندان: له پاکستان سره د سوداګرۍ بشپړ بندول به پر بازار منفي اغیز وکړي


ارشیف
ارشیف

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې  پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه به، د خلکو ورځنۍ ستونزې زیاتې کړي. دویی وایي د وارداتو لپاره د بدیلو لارو د نه شتون په صورت کې به، په دې محدودیت سره د توکو بیې پورته او د بېکارۍ کچه هم لوړه کړي.

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکي قاري اسدالله هاشمي، د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۱۲مه ازادي راډیو ته وویل:"که لاره بنده وي نو بیې لوړېږي، د خلکو اندېښنې زیاتېږي او زیانونه رامنځته کوي. چې څومره سوداګریزې لارې خلاصې وي، د هغه هېواد خلکو ته ګټه رسېږي، هر څه ارزانه کېږي او له هر ځایه راځي،. که لار بنده وي، څرګنده ده چې بیې لوړېږي."

که لاره بنده وي نو بیې لوړېږي، د خلکو اندېښنې زیاتېږي
د بلخ اوسیدونکی

د بغلان ولایت اوسېدونکی حبیب‌الرحمن جاهد هم وايي"په دې سره به بې وزلي خلک نور هم بې وزله شي، خوراکي توکو ته لاسرسی ګرانېږي. د لارو دوامداره بندېدل زموږ د خلکو په خیر نه دي، بلکې زموږ په زیان تمامېږي."

د طالبانو حکومت افغانو سوداګرو ته ویلي چې له پاکستان سره هر ډول سوداګري، په ځانګړې ډول د درملو واردات، ودروي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۱۲مه افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره په یوه ناسته کې دوی ته درې میاشتې وخت ورکړ چې پاکستاني اړخ سره خپل ټول سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.

هغه خبرداری ورکړ چې که له دې مودې وروسته سوداګر بیا هم د پاکستان له لارې توکي وارد یا صادر کړي او ستونزې رامنځته شي، حکومت به یې مسوول نه وي.
ملا برادر وویل چې افغان سوداګر باید د پاکستان پر ځای بدیلو لارو، چارو باندې فکر وکړي او ګواښ یې وکړ چې پاکستان سره سوداګریزې اړیکې به تر هغه ځنډول شوي وي تر څو چې اسلام‌اباد تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به په هر ډول شرایطو کې پرانیستې وي.

یو شمېر افغان اقتصادي پوهان دا موضوع پېچلې بولي او پاکستان سره د طالبانو حکومت د بشپړې سوداګرۍ د درولو اعلان احساساتي ګڼي.

دو وايي اړیکې پرې کول ستونزمنې او غیر ضروري دي او ټینګار کوي چې سیاسي اختلافات باید د خبرو او مذاکرې له لارې حل شي.

له دې ډلې بشیر دودیال ازادي رادیو ته وویل چې افغانستان له نورو بندرونو لکه واګه له هندوستان او له نورو بندرونو له ایران او تاجکستان سره اوږدمهاله سوداګري لري؛ خو په خبره یې د هر هیواد او بندر صادراتي او وارداتۍ توکي مشخص دي."د سوداګرۍ په اړه یو اعلان، دا یې طریقه نده، سوداګري د هېوادونو تر منځ د تړونونو، سوداګریزو اړیکو، د هوکړو او اوږدو ناسته‌ له لارې کېږي، نه دا چې که یوه، دوه اونۍ جګړه وشوه، موږ اعلان وکړو چې دې هېواد سره سوداګري بنده شوه، دا امکان نلري."

نوموړی ټینګار کوي که ممکنه وي، د طالبانو حکومت باید د ځینو توکو، په ځانګړې ډول خوراکي موادو او د لوړ کیفیت درملو واردات له نورو هېوادونو ترسره کړي ترڅو پاکستان پورې یې تړاو کم شي.

پاکستان له یو میاشتې څخه د زیاتې مودې راهیسې د تورخم او سپین بولدک - چمن په ګډون خپل ټولې لارې افغانستان سره تړلي دي.
دا لارې د اکتوبر به ۱۱ مه د ډیورند کرښې په اوږدو د دواړو لوریو تر منځ تر نښتو ورسته وتړل شوې چې تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.

پاکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د وارداتو او صادراتو یوه لویه برخه د دې هېواد له لارو ترسره کېږي.

اساسي توکي لکه اوړه، وریجې، تېل، صنعتي خام توکي او درمل په عمده ډول له پاکستانه واردېږي، او په مقابل کې افغانستان ځینې کرنیز او کاني محصولات دې هېواد ته صادروي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په دې ورستیو کې ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګر ته سلګونو میلیونه ډالره زیان اوښتی.

په دې ورستیو کې د دواړو هیوادونو تر منځ لفظي شخړې هم زیاتې شوي، او په دوحې او استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومتونو د استازو تر منځ درې پړاو لیدنو او خبرو د اوربند له تمدید پرته بله نتیجه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG