د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

حکومت څارنوالانو او قاضيانو ته امن برابروي


ځينې قاضيان
ځينې قاضيان
افغان حکومت د کورنیوچارو وزارت ته امر کړی چې د هېواد په ناامنه ولایتونو او ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو د کار لپاره امن فضا برابره کړي.

افغان حکومت غواړي چې د هېواد په ناامنه سیمو کې د څارنوالانو او قاضیانو لپاره د کار ډاډمنه فضا برابره کړي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ښې حکومتدارۍ په مقصد د هېواد په ولایاتو او ولسوالیو کې امنیت ټینګ کړي څو قاضیان او څارنوالان د کار په ډاډمنه فضا کې کار وکړای شي.

د جمهوري ریاست د رسمي ویب سایټ د راپور له مخې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت لپاره د کورنیوچارووزارت له خوا یوه امنیتي قطعه لا له مخکې جوړه شوې ده. په دې قطعه کې ملي پولیس په دنده ګومارل شوي دي چې دا بهیر اوس هم روان دی.

افغان حکومت وايي چې په ناامنه ولایاتو او ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت ټینګولو د پرېکړې هدف د ښې حکومتدارۍ پیاوړي کول دي.

د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د امریکا د پوځ له خوا د جوړو شویو وسله والو ملېشه ډلو د ادغام په اړه هم خبرې وشوې. د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې په غونډه کې د دفاع او کورنیوچارو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس د دې ملېشه ډلو د ادغام د بهیر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

د دوی د معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې دوه سوه نوي تنه وسله وال ملېشه د ملي امنیت د عمومي ریاست په تشکیل کې شامل شوي. سرچینه زیاتوي، امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د دې ځواکونو د ادغام بهیر په کندهار، کابل، ننګرها، کونړ او خوست ولایتونو کې هم باید پیل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ‍د امنیت شورا په غونډه کې همداراز د افغانستان د دفاع وزارت لپاره د ترانسپورتي الوتکو د پېرودلو په هم خبرې وشوې.

د خبر له مخې دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي د انتونوف ۷۴ ډوله پنځو ترانسپورتي الوتکو د پېرودلو د اړتیا په اړه غونډې ته معلومات ورکړل. د ملي امنیت شورا مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د دې اړتیا د پوره کولو لپاره دفاع وزارت ته سل میلیونه ډالر بېل کړي.
XS
SM
MD
LG