د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

 له درو ورځو راهیسي د نوستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور وژنې هڅې لا روانې دي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې وايي، د دې ولایت لسګونه هکتاره ځنګل د اور خوراک شوی دی. دوی وايي دا اور لګېدنه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د کشتوز سیمې په ځنګلونو کې رامنځته شوې او لا هم د سیمې خلک او سیمه ییز طالبان یې د وژلو هڅه کوي.

د کشتوز د سیمې یوه اوسېدونکې رحمان رحماني د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۱۲ مه ازادي راډيو ته وویل، د سیمې اوسېدونکې او سیمه ییز طالبان لا هم په سیمه کې د اور د مړ کولو هڅه کوي:

" خلک لا هم هڅه کوي چې اور مړ شي، دا اور له تېرو دریو ورځو راپه دیخوا لګیدلی دی، خلک سیمې ته رسیدلي او اور د کنترول په حالت کې دی، ان شالله کنټرول به شي خو دا چې اور ډېر زیات دی ښايي پراخه هم شي، له همدې امله خلک لا هم په سیمه کې دي خو د اور د رامنځته کېدو لامل نه دی معلوم."

د سیمې د اوسېدونکو په خبره د دغه اور لګېدنې لامل لا نه دی معلوم خو مخکې تر دې د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د سیمې د خلکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

په دې پېښه کې د لمنځه تللي ځنګل دقیقه احصایه نه ده معلومه خو د سیمې اوسېدونکي وايي لسګونه هکتاره ځنګل له منځه تللی دی.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ اوسېدونکی سعید خان وايي په دې ولسوالۍ کې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لازم وسایل هم نشته:

د کامدیش په ولسوالۍ کې سړکونه خراب دي، د اور وژنې وسایل هم نشته، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

"د کامدیش په ولسوالۍ کې سړکونه خراب دي، د اور وژنې وسایل هم نشته، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي."

د نوستان سیمه ییز چارواکي هم د دې ولایت په ځنګلونو کې د اور رامنځته کېدل تاييدوي.

په نورستان کې د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې د ریاست سرپرست سرتاج الدین ساپي ازادي راډيو ته وویل:

"د کامدیش ولسوالۍ په کشتوز سیمه کې په ځنګل کې اور لګېدنه رامنځته شوې، خو دا چې څومره ځنګل سوزېدلی معلومات نه شته، د سیمې خلکو او طالبانو په ګډه د اور د وژلو هڅه کړې او ان شالله چې اور به کنټرول شوی وي."

په نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس سمیع الله حق بیان په دې اړه د ازادي راډي، پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روان کال په جوزا میاشت کې د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی و چې څلور ورځې یې دوام درلود.

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې وخت ناوخت د اور لګېدنې دا ډول پېښې رامنځته کیږي چې له امله یې د ځنګل زیاته برخه د اور خوراک کیږي.

د روان کال په زمري میاشت کې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو په پېښه کې د ناړۍ د ولسوال امین الله شهاب د معلوماتو له مخې ۱۲ هکتاره ځنګل سوزېدلی وو.

نږدې درې میاشتې مخکې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په ځنګلونو کې هم اور لګېدنې پراخه زیانونه اړولي وو.

کونړ او نورستان د افغانستان په ختیځ کې له سمسور ولایتونه بلل کیږي چې پراخه برخې یې په ځنګلونو پوښلي دي.


XS
SM
MD
LG