د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۱

سوداګرو ته د ملا عبدالغني برادر خبرداری


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او د خیبرپښتونخوا په واڼه کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته د طالبانو او پاکستان حکومتونو یو وار بیا د یو بل پر وړاندې سختې څرګندونې کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت افغان سوداګرو ته له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ په ځانګړي ډول د درملو د واردولو د پای ته رسېدو خبره کړې ده.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د نومبر ۱۲ مه له افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره د یوې غونډې پر مهال افغان سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړو چې له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي او که له دې خبرتیا وروسته هم سوداګر د پاکستان له لارې مالونه واردوي او یا یې صادروي د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت کې به یې د دوی حکومت غم ونه خوري.

نوموړي وویل چې افغان سوداګر دې د پاکستان پرځای نورو بدیلو لارو ته د سوداګرۍ لپاره مخه کړي او ګواښ یې وکړو چې له هغه هیواد سره به سوداګریزې لارې وروسته له هغې خلاصیږي چې اسلام اباد په هر ډول شرایطو کې د دغه لارو د نه بندیدو تظمین ورکړي:

"که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي په داسې شرایطو به خلاصیږي چې دوی تظمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو کې به لارې نه بندیږي، د مالیې وزارت ته هدایت کوم چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستانه درملو ته د واردیدو اجازه ورنکړي او اوس خو دا خبره شوه چې باید افغان سوداګر افغانستان ته له پاکستانه هیڅ ډول واردات ونه کړي."

ملا برادر پاکستان تورن کړ چې سوداګریز مسایل سیاسي کوي او دا د دې لامل شوی چې د دواړو هیوادونو سوداګرو ته زیان واوړي، نو د همدې لپاره یې له پاکستان سره د تجارتي لارو د بندیدو پریکړه کړې ده.

پاکستان له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک چمن تر څنګ د اوښتو راوښتو او سوداګرۍ ټولې لارې له تېرې څه باندي یوې میاشتې راهیسي تړلي دي.

دا لارې د تېرې اکتوبر په یولسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته په یو اړخیز ډول د پاکستان له لوري وتړل شوې چې نن د نومبر ۱۲ مه لا هم تړلي دي.

که څه هم له دې نښتو وروسته دواړو لوریو په دوحه او د ترکیې په استانبول کې درې ځل ناستې وکړې خو د اوربند له غځېدو پرته په دې ناستو کې کومه ښکاره هوکړه ونه شوه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال او په استانبول کې د مذاکراتو پر مهال د طالب پلاوي غړي رحمت الله نجیب نن د نومبر په ۱۲ مه په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې پاکستاني پلاوي د ترکیې په ناسته کې غوښتنه لرله چې طالبان دې په هغه هیواد کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي داسې مهال چې د نوموړي په خبره د فتوا صادرول یوازې د شرعي دارلفتوا مسول دي.

رحمت الله نجیب وویل له همدې امله خبرو پایله ورنکړه.

"دوی غوښتنه لرله چې اسلام امارت به فتوا ورکوي چې په پاکستان کې کوم جنګونه دي دا ناروا اعلان شي نو په دې مسله کې ورسره موږ کلک شو چې دا په موږ پورې اړه نه لري او کوم څه چې په موږ پورې اړه نه لري نو موږ به یې ولې په وړاندې فتوا صادروو."

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې پاکستان غواړي چې دوی دې د هغه هیواد امنیت وساتي او دا د دوی له وسه بهر کار دی.

خو پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

تازه پرون د نومبر په ۱۱ مه یې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او د جنوبي وزیرستان د واڼه په پوځي کالج حملې وشوې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له دې بریدونو وروسته چې لږ ترلږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او له شلو ډېر ټپیان شول وویل، پاکستان کولای شي چې په افغانستان کې د ده د ادعا له مخې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي.

نوموړي بیګاه له جیو نیوز پاکستاني رسنۍ سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په وروستیو پېښو کې د افغانستان د لاس وهنې شواهد به درېیم ګړي اړخ ته وړاندې شي.

جیو نیوز د نوموړي له قوله په یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د وروستیو پېښو په اړه د افغان طالبانو د غندنې بیانونه حقیقت نه شي پټولی او د نوموړي د ادعا له مخې چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په پاکستان کې په شویو بریدونو کې ۵۵ سلنه افغانانو لاس درلود.

له دې وړاندې پرون د نومبر په ۱۱ مه په اسلام اباد کې له شوي ځان مرګي برید وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي رسنیو ته وویل چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت ته په هغه هیواد کې د ترهګرو د مرکزونو شواهد سپارلي خو په خبره یې که طالبان یې نه شي کنترولولای دوی به دغه مرکزونه په نښه کړي.

د طالبانو حکومت په واڼه او اسلام اباد کې شوي بریدونه غندلي خو د پاکستاني چارواکو د وروستیو ادعاوو او څرګندونو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزونو موجودیت په کلکه رد کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به هیچاته اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د ګاونډیو پر ضد استعمال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسي د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.


XS
SM
MD
LG