نړۍ
امریکا کې د حکومت د یوې برخې تر ټولو اوږده مرخصي د ټرمپ په لاسلیک پای ته ورسېده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د یوې برخې د مرخصۍ یا ( شټ ډون) د پای ته رسېدو لایحه لاسلیک کړه.
دا لایحه د ټرمپ تر لاسلیک مخکې په استازو جرګه کې رایه اچونې ته وړاندې او تصویب شوه.
سنا جرګې دوه ورځې وړاندې دغه لایحه تصویب کړې وه.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مرخصۍ د ملامتۍ ګوته ډیموکراتانو ته ونیوله او په وینا یې دوی په لوی لاس د فدرالي ادارو نژدې یو میلیون کارکوونکي بې معاشه کړي وو.
ډیموکراتان بیا د دولت د شټ ډون کېدو پړه پر جمهوري غوښتونکو اچوي.
د تصویب شوې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.
سږنی شټ ډون د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله وو چې نن یې درې څلویښتمه ورځ ده.
کله چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د مالي کال بودجه ناندریزه شي او په بله کومه بدیله طرحه موافقه ونه شي، د فدرالي حکومت یوه برخه د معاشونو د نشتوالي له کبله رخصتیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل غزې تړانګې ته د بشري مرستو لپاره یوه مهمه لار پرانیسته
اسراییل نن خبر ورکړ چې د غزې تړانګې ته یې د ملګرو ملتو او نورو موسسو د بشري مرستو لپاره د شمال له لورې لار پرانیسته.
د اسراییل دفاع وزارت هغه څانګه چې په فلسطیني سیمو کې د ملکي چارو څارنه کوي، په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د (زیکیم) لاره د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د لاریو د داخلیدو لپاره خلاصه شوه.
فرانس پریس اژانس لیکي چې د اسراییل د دفاع وزارت د همدې څانګې ویاند ورته ویلي دي چې دا لاره به د (کرم ابو سالم) لارې په څیر چې د غزې جنوبي برخې ته غځیدلې ده د تل لپاره پرانیستې وي.
د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې راوروسته چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او بیا اسراییلي ځواکونو پر غزې حمله وکړه، غزې ته اکثر غځیدلې لارې بندې شوې دي.
حماس ته د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د امریکا د استازیو جرګې غړي د بودیجې پر سر پر رامنځته شویو اختلافات بحث کوي
د امریکا د متحد ایالتونو استازیو جرګه نن هڅه کوي چې د کلنۍ بودیجې پر سر د واکمن او اپوزسیون ګوندونو د اختلاف له امله د بندو شویو حکومتي چارو غم وخوري او د امریکا په تاریخ کې دا اوږد بندیز پای ته ورسوي.
د حکومتي چارو د بندیدو له امله د فدرالي ادارې په سلګونو زره مامورینو ته معاش نه ورکول کیږي، د امریکا هوایي ترافیک ګډوډ شوی او له بیوزلو سره د مرستو چارې ټکنۍ شوې دي.
جمهوري غوښتونکي اوس مهال په استازیو جرګه کې دوه سوه نولس څوکۍ لري او اپوزسیون دوه سوه دیارلس. رویټرز اژانس لیکي، تمه ده چې جمهوري غوښتونکي به د ولسمشر ټرمپ د لایحې ملاتړ په یوه خوله وکړي.
په بودیجه کې د اختلاف اصلي ټکی د روغتیایي بیمې په برخه کې سبسایډي ورکول دي، ډیموکراتان د دې پلوي کوي چې دا سیستم دې ادامه پيدا کړي او واکمن ګوند تر ډيره مخالفت ورسره کوي.
دا لایحه د دوشنبې په ورځ په سنا کې وروسته له هغه تصویب شوه چې په سنا کې اته تنه ډموکراتانو هم رایي ور کړې. د دې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.
په ترکي پوځي الوتکه کې ۲۰ تنه وژل شوي
ترکي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه) اعلان وکړ چې په ګرجستان کې د لوېدلې پوځي بار وړونکې الوتکې ټولو شل سره سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې دفاع وزیر یاشار ګولر په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې د دوی زړور همکاران هغه وخت مړه شول کله چې C-130 الوتکه د ګرجستان او اذربایجان ترمنځ پولې ته نږدې وغورځېده.
دا الوتکه د سې شنبې په ماښام له اذربایجان څخه ترکیې ته روانه وه.
د پیښې علت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
یونیسیف وايي چې اسراییلو د غزې ماشومانو ته د واکسین د ستنو د لېږد مخه نیولې ده
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د مرستې صندوق یونیسیف وايي اسراییلو د غزې ماشومانو ته د واکسین د ستنو او د شیدو د بوتلونو د لېږد مخه نیولې ده.
یونیسیف پرون وویل، په داسې حال کې چې په غزه کې حساس اوربند ټینګ دی دې ادارې د غزې د ماشومانو د واکسین لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی دی خو وايي اسراییل اجازه نه ورکوي ۱،۶ میلیون ستنې او هغه یخچالونه چې د شمسي هندارو په وسیله کار کوي، غزې ته انتقال کړي.
د یونیسیف ویاند ریکاردو پایریس وویل دا ستنې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په ګمرک کې پاتې او د اسراییلو اجازې ته په تمه دي.
د اسراییلو د پوځ هغې څانګې چې پر مرستو څارنه کوي ویلي دي چې غزې ته د واکسین د ستنو مخه نه نیسي خو غواړي دا خبره یقیني کړي چې حماس ډله د مرستو له موادو څخه ګټه پورته نه کړي.
نقوي: په اسلام آباد کې په یوه ځانوژنکي برید کې لږترلږه دولس کسان وژل شوي دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، په اسلام آباد کې نن سې شنبې د یوې محکمې د ودانۍ مخې ته په ځانوژونکي برید کې لږترلږه دولس کسان وژل شوي دي.
د رویترز د راپورله مخې د روغتون یوې سرچینې ویلي چې په چاودنه کې یوشمیرنورکسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.
ښاغلي نقوي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې یوه بریدګر هڅه کوله چې پلی د محکمې ودانۍ ته دننه شي چې پرځان پورې تړلې چاودیدونکو وسیله یې د ودانۍ دباندې د پولیسو یوه موټرته نژدې وچوله. هغه ویلي چې دغه پیښه له مختلفو اړخو څیړي او زیاته یې کړه چې دا یوازې یوه بله بم چاودنه نده بلکې هغه د ننه په اسلام آباد کې شوې.
تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دې پیښې مسولیت ندی اخیستی خودا چاودنه داسې مهال شوې چې پرون د هند په نوي ډیلي کې په یوه بم چاودنه کې نژدې دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د هغې پیښې مسولیت هم چا یا کومې ډلې ندی اخیستی خو د هند پولیسو ویلي چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د قانون له مخې د دغې چاودنې په اړه تحقیقات کوي.
د امریکا سنا جرګې د حکومتي چارو د تمویل لایحه تصویب کړه
د امریکا سنا جرګې د دوشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د حکومت د لګښتونو د تمویل لایحه تصویب کړه چې له مخې یې حکومتي چارې بیرته پیلیږي.
د سنا جرګې ۶۰ غړیو دغې لایحې ته چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې ترپایه پورې د حکومتي چارو لګښتونه تامینوي، رایه ورکړه او ۴۰ نورو ورته منفي رایې وکارولې.
دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې اکثریت حکومتي ادارې تړل شوي او د فدرالي ادارو په لسګونو زره کارکونکي له تنخواوو بې برخې شوي او هم عامه خدمات له ګډوډۍ سره مخ شوي دي.
دغه لایحه باید د استازیو جرګه هم تصویب کړي او وروسته به یې ولسمشرډونالډ ټرمپ توشیح کوي. په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د استازیو جرګه د دغې لایحې په اړه رایې واخلي.
عراقیان نن پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي
په عراق کې نن پارلماني ټاکنې کېږي.
دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د صدام حسین رژیم وپرځېد شپږم وار پارلماني ټاکنې دي.
خلک له څه باندې اوه زرو اوه سوه کاندیدانو څخه د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو لپاره وکیلان ټاکي.
څه باندې ۲۱ میلیونه کسان د رای ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي.
اندېښنې شته چې ښايي ان د ۲۰۲۱ کال تر ټاکنو هم دا وار کم خلک رایه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ دا ټاکنې چې ښايي د لویو ګوندونو په ګټه وي اصلي سیالي پکې د پخواني صدراعظم نوري المالکي او اوسني صدراعظم محمد شیاع السوداني تر منځ ده.
د هند پلازمینه کې یوې چاودنې لس کسان وژلي او ۳۰ تنه نور یې ژوبل کړي
په نوي ډیلي کې د یوه موټر په چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.
څه باندې دېرش نور کسان هم مرګوني ژوبل دي.
پېښه دوشنبه ماښام د سرې کلا یا ریډ فورټ ته نږدې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې شوې.
د راپورونو له مخې یو وړونکی هیونډای موټر چاودېدلی او شاوخوا موټرو او خلکو ته یې زیان اړولی دی.
هندي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي پای ته نژدې شوې، سناتوران یوې هوکړې ته رسیدلي
امریکایي رسنۍ وایي چې د دغه هېواد سناتوران یوه داسې دوه ګوندي هوکړې ته رسیدلي چې له مخې یې د حکومت مرخصۍ پای ته رسیږي او فدرال بودجه له سره پیلیږي.
دغه هوکړه تیره شپه داسې مهال ترلاسه شوه چې د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي یا شټ ډون څلویښت ورځو ته ورسېد چې بې ساري اوږده مرخصي ده.
دې موده کې د حکومت د یوې برخې فعالیتونه درول شوي او سلګونه زره فدرال کارکوونکي بې معاشه شوي وو.
ټاکل شوې دغه هوکړه څو شیبو کې رایه اچونې ته وړاندې شي.
دغه هوکړه وروسته د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې د استازو جرګې ته وړاندې کیږي او هلته به له تصویب وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته چمتو شي.