د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۱

نېشنل: ۳۸۰۰ افغان څارانوالان او قاضیان خوندي ځای ته د لېږد جدي اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

انټرسپټ:

امریکايي انټرسپټ خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پخوانیو افغان څارنوالانو او وکیلانو ته د ورپېښ ګواښ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې ادعا شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۹ افغان څارنوالان وژل شوي دي.

انټرسپټ وايي، طالبانو کلونه کلونه څارنوالان تعقیبول او د هغوی د نیولو هڅې یې کولې.

انټرسپټ خپرونې داسې وخت د طالبانو له خوا پخوانیو افغان څارنوالانو او یا هم مدافع وکیلانو ته د ورپېښ جدي ګواښ یادونه کړې چې د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده د بخښنې عمومي فرمان هم ورکړی دی.

اوس د راپورونو له مخې امریکايي وکیلان سره متحد شوي او غواړي له خطر سره مخ افغان وکیلان او څارنوالان له افغانستانه وباسي.

انټرسپټ لیکلي د امریکا او بهرنیو ځواکونو په راوتلو سره دا له خطر سره مخ او زیانګالي افغانان یواځې پرېښودل شول.

په دې مقاله کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي خبرې راخیستل شوي چې طالبان په هغو څارنوالانو پسې ګرځي چې د دوی دوسیې یې مخته وړې دې.

د حمیدي په حواله لیکل شوي چې افغان څارنوالانو کلونه کلونه د عدالت د تامین لپاره له نړیوالو سره اوږه په اوږه کار وکړ.

پخوانی لوی څارنوال له ځینو امریکايي بنسټونو او د امریکا د مدافع وکیلانو له ټولنې سره په ګډه د شاوخوا ۱۵۰۰ افغان پخوانیو څارانوالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د را ایستلو په لټه کې دي.

نېشنل ورځپاڼه:

د متحده عربي اماراتو نېشنل ورځپاڼې هم په یوه مقاله کې افغان ښځینه قاضیانو ته د طالبانو د متوجه ګواښ په اړه تمرکز کړی دی.

نېشنل ادعا کړې چې ۳۸۰۰ افغان څارانوالان او قاضیان خوندي ځای ته د لېږد جدي اړتیا لري.

په مقاله کې د یوې افغان څارنوالې نورا هاشمي په اړه لیکل شوي چې نږدې یوه لسیزه یې کار وکړ.

هغې په خپل کار کې تر ډېره پورې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي قضیې څېړلې.

خو نن د نشنل په خبره نورا هاشمي مجبوره شوې چې خپل اصلي نوم بدل کړي او په پټه اوسېږي.

ورځپاڼې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل د نورا هاشمي په ګډون ګڼو نورو ښځینه قاضیانو او څارنوالانو ته د طالبانو له خوا پرله‌پسې ګواښونه شوي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دې او ګڼو نورو ښځینه قاضیانو ته په وار وار ګواښونه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG