د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

کاندیدانو د خپلو پالیسیو په اړه زیات څه نه دي ویلي


ورلډ پالتیکس ریفیو World Politics Review خپرونې په وروستۍ ګڼې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او کاندیدانو په اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:

د جمهوري ریاست انتخابات به په داسې وخت کې ترسره شي چې؛ زیات شمېر بهرني عسکر به د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي او په دې هېواد کې به د امنیت ساتنې نړېوال مرستندویه ځواک (آیساف) ماموریت هم پای ته ورسیږي.

خپرونه لیکي: په روانې اوونۍ کې چې کله د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې عملیه پای ته رسیدله، د افغان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر خبرې کومې غوڅې نتیجې ته ونه رسیدلې او له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو امکانات یي زیات کړل.

خپرونې د افغانستان د یوې خپلواکې څیړونکې شبکې د بنسټ ایښودونکې او مرستیال مشر توماس روتیګ خبرې راخیستې چې وایي، سره له دې چې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په تاریخې لحاظ زیات اهمیت لري، تر اوسه د کاندیدانو په کمپاینونو کې د پالیسۍ په اړه زیات څه نه ویل کیږي.

بحثونه د نومونو په اړه وې، نه د پروګرامونو په اړه. خپرونه د روتیګ د خبرو په دوام کې لیکي: د جمهوري ریاست کاندیدان له سیاسي بحثونو یا مقالو پرته چې له طالبانو سره د مذاکرو مخالفت کوي، نور کوم پاخه سیاسي پروګرامونه نه لري او یوازې د سولې او ملي وحدت شعارونه ورکوي.

ورلډ پالتیکس رفیو خپرونه د روټیګ د خبرو په دوام کې وړاندې لیکي:

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو کې به حتما درغلۍ کیږي. د ده په وینا، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپلواکه نه دی، په رایو کې به درغلۍ کیږي، صندوقونه به ډکیږي، د رایو شمیرلو عملیه به انحصاریږي او نورې درغلۍ به کیږي.

خپرونې د نړېوالې ډموکراسۍ د پروګروامونو د رئیس جید اوبیرJed Ober خبره هم راخیستې چې وایي، د افغانستان د انتخاباتو ادارې له تیرو انتخاباتو راهیسي ، ډېرې ښې شوې او د افغانستان ملي شوری د جولای میاشت کې د انتخاباتو دوه نوې قوانین تصویب کړل چې له مخې به یي په پوره مسولیت د رایو نتیجې تصدیق او شکایتونه وڅيړل شي.

انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: د یوې جنۍ قتل څنګه د افغانستان قضایي سیستم له آزمیښت سره مخ کړ – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي لیکي:

تیر کال د شپاړس کلنې شکیلا له قتل وروسته یو شمېر زده کوونکو او فعالانو په کابل کې مظاهرې وکړې او د وژل شوې جنۍ بې وزلې کورنۍ د پارلمان د یوه غړۍ معتبره کورنۍ د عدالت میز ته کش کړه.

دا په هغو هلو ځلو کې یو پرمختګ و چې، د افغانستان زورواکان او جګ پوړي کسان باید عدالت او قانون ته غاړه کیږدي.

ګارډین لیکي: ځوانه شکیلا په ۲۰۱۲ م کال کي په بامیان ولایت کې د یوه پخواني جګړه مار د ځوي او په دې ولایت کې د جګ پوړي چارواکي وحید بهشتي په کور کې وژل شوی وه.

د شکیلا کورنۍ ادعا کوې چې پرنوموړي جنسي تیری هم شوی و.

ګاردین زیاتوي، د قاتل ورور چې د پارلمان غړی دی او د بهشتې کورنۍ هڅه کړې وه چې د خپل نفوذ پواسطه په قضیې خاورې واچوې، خو د محصلانو او فعالانو د پرله پسي مظاهرو له امله دا مسله ژوندۍ پاته شوې، د بامیان ولایت او کابل قاضیان او څارنوالان به یي تعقیب کړي.
XS
SM
MD
LG