د پاکستان د پوځ ویاند تور پورې کړی دی چې هند په بلوچستان کې "د ترهګرۍ ملاتړ" کوي او هندیو رسنیو پر جعفر اېکسپرېس نومي اورګاډي تر وسلوال برید وروسته د "مصنوعي زیرکتیا" په مرسته "جعلي ویډیوګانې" خپرې کړې او نړۍ ته یې د "ترهګرو تبلیغاتي ویډیوګانې ښوولې."
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د بلوچستان له اعلاوزیر میر سرفراز بګټي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، "ترهګرو خپل عملیات په منظم ډول" ترسره کړل.
ده وویل، پېښه په غرییزه سیمه کې شوې او "ګڼو" وسلوالو پر اورګاډي تر حملې مخکې لومړی د اېف سي پر پوستې برید وکړ چې پکې درې سرتېري ووژل شول.
د چودري په خبره، وسلوالو د مارچ پر ۱۱مه په بارودي موادو د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه وکړه، مساپر یې له اورګاډي ښکته کړل او په ډلو یې وویشل.
د پوځ ویاند هند ته په اشاره وویل: "موږ باید پر دې پوه شو چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ د دې پېښې او تر دې مخکې د نورو هغو لوی ملاتړی" د پاکستان په "ختیځ کې ګاونډی" هېواد دی.
نوي دلي لا د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې مخکې یې اسلام اباد په هند کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی. دواړه هېوادونه اکثر پر یو بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه پورې کوي.
احمد شریف چودري وویل چې په بولان کې تر برید وروسته، پر ټولنیزو شبکو د اورګاډي د پېښو "جعلي ویډیوګانې" خپرې شوې چې د "مصنوعي زیرکتیا" په کارولو جوړې شوې وې او "هندیو رسنیو یې خپرولو ته دوام" ورکړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې د نوموړي اشاره کومو ویډیوګانو ته وه خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) رسنیو ته یوه ویډیو استولې وه چې پکې د پټلۍ چاودنه ښوول شوې او بیا پکې یوشمېر وسلوال هم ښکاري چې له اورګاډي خلک ښکته کوي.
د بلوچستان اعلاوزیر سرفراز بګټي خبري غونډې ته وویل چې دا ناسمه ده چې برید د "استخباراتو د ناکامۍ" له وجې شوی دی.
ده زیاته کړه چې بلوچستان له ناامنۍ سره مخامخ دی او له ګاونډیو هېوادونو سره پوله لري چې ورباندې وسلوال په اسانۍ تګ راتګ کولای شي. "موږ له افغانستان او ایران سره زرګونه کېلومیټره ګډه پوله لرو چې ورباندې تګ راتګ کېدای شي او پر پوله اغزن تار هم ډېر په اسانۍ لیرې کېدای شي."
په بولان کې برید، عملیات او نښتې
د پاکستان پوځ د مارچ پر ۱۲مه ناوخته وویل چې د بلوچستان په بولان کې يې له محاصره شوي اورګاډي "ټول مساپر خوشې کړي" او ۳۳ مشکوک وسلوال يې وژلي دي.
د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرال احمد شریف چودري پاکستانيو رسنيو سره د خبرو پر مهال دعوه وکړه چې وسلوالو ۲۱ مساپر او د ملېشې ځواک څلور سرتېري وژلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د مساپرو د خوشې کولو او د وسلوالو پر ضد د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ وسلوال وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ مساپر خوشې کړل شوي دي.
خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې د مارچ پر ۱۳مه غرمه مهال په بیان کې د پوځ دعوه ناسمه وبلله او په بیان کې یې وویل چې یرغمل کړي کسان یې لا هم په ولکه کې دي.
بي اېل اې د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لاره پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په کچي (بولان) ضلع کې محاصره کړ او دعوه يې وکړه چې له ۲۰۰ زيات استخباراتي کارکوونکي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.
بي اېل اې پر هغه ورځ د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې د بلوڅانو "سياسي بنديان، مقاومتي غړي او په زوره لادرکه کړل شوي کسان دې سمدستي" او په "غير مشروط" ډول خوشې کړي.
خو د پاکستان امنيتي ځواکونو یې پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل.
بې اېل اې د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې له يرغمل کړيو امنيتي سرتېرو او استخباراتي اهلکارانو څخه یې ۵۰ وژلي او که پوځ یې د غوښتنو منلو پر ځای د هغوی پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي نو پاتې کسان به هم ووژني.
هغې ډلې زياته کړې چې د مارچ پر ۱۱مه او ۱۲مه يې د پاکستان پوځ د ډرون بريدونو او عملياتو په غبرګون او له سرتېرو سره په نښتو کې ۵۰ پوځيان ووژل. بي اېل اې دعوه کوي چې له دې سره سم، د وژل شويو پاکستانيو سرتېرو شمېر له ۱۰۰ اوړي.
بي اېل اې ادعا کړې ده چې اوس یې هم ځينې امنيتي سرتېري په ولکه کې دي او که حکومت يې په ۲۰ ساعتونو کې غوښتنې و نه منلې نو هغوی به هم ووژني.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بي اېل اې د مرګژوبلې ارقام او دعوې نه شي تاییدولای.
د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې
د پوځ د ویاند تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تور پورې کړ چې "هند" د جعفر اېکسپرېس په نوم پر اورګاډي د "ترهګر" برید او د لسګونه کسانو د یرغملولو تر شا لاس لري او وسلوال په "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په رابطه کې ول.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د مارچ ۱۱مې حمله له هېواده "بهر د یوې وسلوالې دلې مشرتابه پلان" کړې وه.
ده وویل چې له استخباراتي معلوماتو ښکاري چې وسلوال د ټېلېفون له لارې په افغانستان کې له ملګرو سره په رابطه کې ول. "ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او پاکستان په بیا بیا د [طالبانو] له موقتي حکومته غوښتنه کړې ده چې د بلوچ لېبرېشن ارمي په څېر د ډلو مخه ونیسي او د ترهګرۍ لپاره دې د خپلې خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي."
هند لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تورونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې مخکې یې په بیا بیا دا ډول دعوې رد کړې دي.
نوي دلي په تېرو وختونو کې پر اسلام اباد تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند کې حملې کوي، خو پاکستان دا تور ردوي.
تر بهرنیو چارو وزارت مخکې د پاکستان د پوځ ویاند هم په خپلو څرګندونو کې تور پورې کړ وو چې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد تورونه رد کړل.
د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې پاکستان دې د "غیر مسوولانه" تورونو پورې کولو پر ځای "خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي."
بلخي وویل چې په افغانستان کې د "هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي" وجود نه لري او د طالبانو له حکومت سره هېڅ اړیکي نه لري.
نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت په "پېښه کې د بېګناه انسانانو په تلفاتو خواشینی" دی او زیاتوي چې د "سياسي اهدافو لپاره ملکيان قرباني کول د توجيه وړ نه" دي.
د طالبانو حکومت په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې یې هېڅ وسلوالې ډلې ته پټنځای نه دی ورکړی او دا چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
بلوچ لېبرېشن ارمي تر دې مخکې هم پر مساپر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا یې هم یرغمل کړي دي.
د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر نهمه په کوټه کې د اورګاډي په تمځي کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد مسووليت هم بي اېل اې منلی وو.
په پاکستان کې په وروستيو درو کلونو کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په فبرورۍ کې وسلوالو په هغه هېواد کې لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي ول چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي ول.
د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې منلې دي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. هغې اسلام اباد مېشتې ادارې په راپور کې ویلي چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.