د دیسمبر پر ۲۲مه، د وزیراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په حکومت کې د شاملو اتحادي ګوندونو (مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټي، متحده قومي مومنټ او ځينو نورو) له سیاستوالو جوړ هغه پلاوی به له تحريک انصاف سره خبرې کوي.
عمر ایوب خان د دسمبر پر ۲۱مه رسنيوو ته په لېږلي ويډيويي بیان کې ويلي چې ولسي وګړيو ته د پوځي عدالتونو لخوا سزا اورول له بشري حقونو سرغړونه ده نو ځکه یې ردوي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۱مه په یوه بیان کې ویلي چې فیلډ جنرل کورټ مارشل په لومړي پړاو کې ۲۵ ملزمانو ته سزاګانې ورکړې دي.
دا تر هغې وروسته ده چې د يوناني ساحل ساتونکو په وینا، د ډېسېمبر پر ۱۴مه لږ تر لږه پينځه کسان وروسته تر هغه مړه وموندل شول او لسګونه نور ورک شول چې د دوی د لرګیو کښتۍ د یونان په جنوبي ټاپو ګافدوس کې ډوبه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې د پاکستان د اوږد واټن ویشتونکو بیلېسټېک توغندیو پروګرام "د خپرېدو دوامداره ګواښ ته په کتو" د ملي پرمختیا کمپلېکس (نیشنل ډېوېلمپنټ کمپلېکس یا اېن ډي سي) په نوم پر دفاعي ادارې او درې نورو شرکتونو بندیزونه لګوي.
په کوټه کې د ګوزڼ پر وړاندې د بیړنیو عملیاتو د مرکز صوبايي مشر انعام الحق د ډېسېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه يې د بلوچستان د ټولو ضلعو له انتظامي او روغتيايي چارواکو سره تر غونډې وروسته کړې ده.
د پولیو مخنیوي ادارې پر خپله ووبپاڼه په خبرپاڼه کې لیکلي، د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
د یاد قانون موخه د ۱۸۶۰ز کال د سوسایټیز رجسټرېشن قانون کې بدلون راوستل دي، چې له مخې یې د دیني مدرسو راجسټرول اړین ګرځول کېږي. دا قانون د مدرسو د راجسټرولو واک د تعلیم ادارې پر ځای د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۶مه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.
اداره وايي، دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې او ډېره اسماعیل خان، د بلوچستان د کلا سیف الله، بارکان او مستونګ، د پنجاب د راولپېنډۍ او د سیند د قمبر او جامشورو ضلعو په ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ وایرس موندلو خبر ورکړ.
جسټس يحيا اپرېدي دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د سیند د زندانونو د پولیسو مشر حسن سېتو سپریم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې وویل چې د هغې صوبې په بندیخانو کې د قیدیانو شمېر تر بېساري کچ لوړ شوی دی.
نور وښیئ