د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي اېم یو فعال د پلټنو لپاره زندان ته لېږدولی دی


د پي ټي اېم فعالان وخت په وخت په کراچۍ کې د ناامنۍ، د پښتنو د ځورونو او د ملګرو د ګرفتاریو ضد مظاهرې کوي - پخوانی انځور.
د پي ټي اېم فعالان وخت په وخت په کراچۍ کې د ناامنۍ، د پښتنو د ځورونو او د ملګرو د ګرفتاریو ضد مظاهرې کوي - پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ فعال د پلټنو لپاره په عدالتي تحویل کې زندان ته لېږدولی دی.

د پي ټي اېم د ګرفتارو غړو وکیلې منیزې کاکړې د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د غورځنګ د کراچۍ څانګې یو مشر او د پښتنو د قامي جرګې د ۸۰ کسیزې کمېټۍ غړی مدیر الرحمان، چې په حقیار مسید پېژندل کېږي، د ډېسېمبر پر ۱۸مه تر نیولو یوه ورځ وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.

هغه وايي چې پولیسو له عدالته وغوښتل چې مسید دې ورته د پوښتنو لپاره وسپاري، خو قاضي ورسره و نه منله او په عدالتي تحویل کې یې زندان ته وسپاره.

د کراچۍ د جمشېد کوارټر پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۷مه د نوموړي پر ضد دوه مقدمه دایره کړې. په یوه کې یې پر هغه تور پورې شوی چې په جمشېد کوارټر سیمه کې پولیسو ورڅخه د تالاشۍ پر مهال لاسي بم ترلاسه کړی دی. همدا لامل دی چې په مقدمه کې پر مسید د ترهګرۍ ضد قانون مادې هم شاملې دي.

پولیسو په دویمه قضیه کې پر حقیار مسید د ناقانونه وسلې او مرمۍ ګرځولو تور پورې دی.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه رد کړي او مقدمې یې "درواغجنې" بللې دي.

د پي ټي اېم د سیند څانګې مشر نور الله ترین د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو او په ساده جامو کې کسانو مسید د ډېسېمبر پر ۱۷مه د کراچۍ له فقیر کوټ سیمې ونیوه.

ده وویل چې غورځنګ د هغه تر ورکېدو وروسته د سیمې په تاڼه کې رپورټ هم دایر کړی وو.

پولیس وخت په وخت په کراچۍ او د پاکستان په مختلفو برخو کې د پي ټي اېم فعالان نیسي او اوسمهال یې د یو مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر غړي او پلویان په مختلفو زندانونو کې پراته دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پاکستان د ایین او قانون له مخې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG