د پاکستان تحريک انصاف مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر، عمر ايوب خان وايي د پوځي عدالتونو سزاوې نه مني.
عمر ایوب خان د دسمبر پر ۲۱مه رسنيوو ته په لېږلي ويډيويي بیان کې ويلي چې ولسي وګړيو ته د پوځي عدالتونو لخوا سزا اورول له بشري حقونو سرغړونه ده نو ځکه یې ردوي.
نوموړي ادعا کړې چي د سزا شويو بندیانو پرضد مقدمې شفافې نه وې او وکيلانو یې پوره عدالتي اسانتياوې نه درلودې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم دا سزواې وغندلې. کمېشن پرون پر اېکسپاڼه خپاره کړي بیان کې وويل چې پوځي عدالتونه باید پر ولسي وګړيو مقدمې ونه چلوي او دا حق یوازې ملکي عدالتونه لري.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځي عدالتونو د ۲۰۲۳ز کال د نهمې مې په پېښو کې ککړو ۲۵ کسانو ته سزاګانې اورولې دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۱مه په یوه بیان کې ویلي چې فیلډ جنرل کورټ مارشل په لومړي پړاو کې ۲۵ ملزمانو ته سزاګانې ورکړې دي.
په بیان کې راغلي چې محکوم شویو کسانو ته ټول قانوني حقونه ورکړل شوي او قانوني شرایط یې پوره کړي دي. هغو کسانو ته له دوو کلونو څخه تر ۱۰ کلونو پورې بېلا بېلې سزاګانې اورول شوي دي.
ای اېس پي ار په بیان کې ویلي چې د ځینو ملزمانو قضیې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې هم روانې دي، او د هغو قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته به سزاګانې ورکړل شي.
بیان زیاتوي چې دا سزاګانې د ټولو شواهدو له څېړلو او د ټاکلې پروسې له بشپړېدو وروسته اورول شوي دي.
پوځ په خپل بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمه د قوم لپاره د سیاسي انګېزو په اساس د تاوتریخوالي او اور لګولو یوه غمجنه ورځ وه، او پوځ هغه ورځ د هېواد لپاره یو تور باب بللی دی.
خو پاکستان تحریک انصاف دې ته په غبرګون کې پر اېکسپاڼه ولیکل چې پوځي عدالتونو له اساسي قانون او بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.
پوځ وروسته ویلي ول چې پر هغو۱۰۲ هغو کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي چې پوځي ځايونو ته یې زیان رسولی خو تر اوسه څوک سزا شوي نه دي.