![](https://gdb.rferl.org/6e63cada-1aa0-4f44-8205-ab9fca65a79e_w250_r1_s.jpg)
د هندلومړي وزير نريندر مودي د جون پر ۲۶ مه نېټه د واشنګټن سفرپر مهال د امريکا له ولسمشر دونلډ ټرمپ سره وليدل او تر ملاقات وروسته دواړو مشرانو پر پاکستان غږ وکړ چې داخبره دې باوري کړي چې خپله خاوره په نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرېنږدي.
تر دې ليدنې له مخه د امريکا خارجه وزارت پاکستان مېشتې وسله والې ډلې حزب المجاهدين پر مشر سيد صلاح الدين بنديزونه ولګول.
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې د یوه داسې کس ترهګر ګرځول چې هغه د کشمیر خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي بېخي ناروا بللې.
د هند او امريکا د مشرانو څرګندونې او ګامونه د پاکستان او سيمې لپاره څه پېغام او پايلې لرلی شي؟
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان پوځ پخواني چارواکي بريګېډيير سيد محمد نزير، د پېښور پوهنتون سميځو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز، څېړونکي ډاکټر قیصر محمود او لېفټيننټ جنرال رېټايرډ طلعت مسعود سره بحث شوې ده.