د فاټا د راتلونکې انتظامي او اييني حېثېت د بدلون په اړه تر اوسه کوم پرمختګونه شوي دي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استاذي حاجي شاه جي ګل اپریدي، د پېپلز ګوند يو مشر او له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخوندزاده چټان او هم له خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميدالله جان اپريدي سره څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۲ اکتوبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷
![](https://gdb.rferl.org/6e63cada-1aa0-4f44-8205-ab9fca65a79e_w250_r1_s.jpg)
د قبايلي سيمو د انتظامي اواييني حېثېت د ممکنه بدلون په لړ کې د پاکستاني وزيراعظم شاهد خاقا عباسي په مشری کې د سېشنبې په ورځ شوې غونډه کې د ماليې وزارت ته امر شوی چې د مالي وېش ملي کمېشن کې دې د راتلونکيو لس کلونو لپاره پیسې بېلې کړل شي.
بل خوا د ګل پر ورځ د پاکستان د پارلېمان یوې کمېټۍ هم په خپله غونډه کې اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ تر فاټا د غځولو منظوري ورکړې ده.
د قانون او انصاف د کمېټۍ دا مسوده به اوس حکومت پارلېمان ته وړاندې کوي.
داچې د فاټا د راتلونکې انتظامي او اييني حېثېت د بدلون په اړه تر اوسه کوم پرمختګونه شوي دي.؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استاذي حاجي شاه جي ګل اپریدي او هم له خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميدالله جان اپريدي سره څېړل شوې دي.