د خیبر پښتونخوا په چترال کې د کیلاشیانو (کالاشیان هم بلل کېږي) کلنۍ مېله چاوموس (چوموس) دوام لري. دا مېله به د ډېسېمبر تر ۲۲مې روانه وي.
د پاکستان د کان کیندونکو ټولنه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هېواد په مختلفو برخو کې په کانونو کې د پېښو پر مهال له وژل شویو څخه یې ۴۹ د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي ول.
په شام (سوريې) کې د پاکستان مرستيال سفير وايي چې هلته سلګونه پاکستاني زيارت کوونکي بند پاتې دي چې دوی يې په خوندي توګه خپل هېواد ته د لېږدولو لپاره اقدامات کړي دي. عمر حيات خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا ۵۰۰ پاکستانيان دا وخت د شام ګاونډي هېواد لبنان ته پر لاره دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو ادارې د برېښنايي رسنیو لپاره جلا ریاست (ډایرېکټرېټ) جوړ کړی دی. د هغې ادارې مشر ارشد خان وايي چې غواړي هغه یوټیوب چینل چلوونکي، ټېک ټاکران او د ټولنیزو شبکو کاروونکي راجسټر کړي چې ډېر خلک یې تعقیبوي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې د مجازي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) د ثبتولو يا راجسټرولو عمل د معلوماتي ټېکنالوژۍ د کاروونکو لپاره د اسانولو اعلان کړی دی.
په تېرو ورځو کې په اسلام اباد کې پولیسو او امنیتي ځواکونو د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر خوشې کولو لپاره احتجاج په زور ختم کړ. حکومت او هغه ګوند دواړه وايي چې د مظاهرچیانو اکثریت ګډونوال له خیبر پښتونخوا ورغلي ول.
د پاکستان ټېلېکمیونيکېشن یا مخابراتو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر تر ۲۴مې پورې یې هغو ۲۵،۰۰۰ وي پي اېنونو ته اجازه ورکړې چې له حکومت سره یې ثبت شوي دې.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
دا د یو داسې اوکرایني دوکاندار کیسه ده چې په رضاکارانه ډول یې د ځمکنۍ او ښاري دفاع کار پیل کړ او بیا یې مړی په بوچا کې د روسیو سرتېرو پرېښوولي سر دفتر سره نېږدې وموندل شو. د اولېکسي پوبهېای لاسونه تړل شوي ول او پر سر یې د مرمۍ زخم وو.
په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ویلي دي چې هېواد یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه کې له اسلام اباد سره مرسته کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۱مه وویل چې په دې مقصد امریکا په پاکستان کې په جدیدو طریقو د کښت لپاره پینځه کلن کیمپېن پیل کړی دی. نور په رپورټ کې.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته